کابل (پژواک ١٧چنګاښ ٩١) : د ميدان وردګو په نرخ کې د طالبانو او حزب اسلامي د وسلوالو ترمنځ په نښته کې دوه وسلوال طالبان وژل شوي او د حزب اسلامي يو وسلوال ټپي دى .
د ميدان وردګو ولايت د والي وياند شاهد الله شاهد د چنګاښ په ١٧مه پژواک اژانس ته وويل چې دغه نښته تېره شپه د نرخ ولسوالۍ په توکرک او صدمرده سيمو کې د يادو ډلو ترمنځ رامنځته شوې ده .
دده په خبره ، د هغو معلوماتو په اساس، چې دوى ته رسېدلي په دې نښته کې دوه وسلوال طالبان وژل شوي او يو د حزب اسلامي وسلوال ټپي دى .
د قدرت الله په نامه د نرخ يوتن اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل ، چې دغه ډول نښتې د سيمو د نيولو په موخه له درې کلونو راهيسې د طالبانو او حزب اسلامي د وسلوالو ترمنځ روانې دي .
ده هم وويل چې دى د دوو طالبانو له وژل کېدو خبر شوى او ويل کيږي ، چې دوه ميله وسله هم د حزب اسلامي وسلوالو ته په لاس ورغلې ده .
نوموړي زياته کړه ، چې د سيمې اوسېدونکي له ډغه ډول نښتو ډير پتنګ شوي او عادي ژوند يې هر ورځ تر ګواښ لاندې دى .
تراوسه پورې يادو وسلوالو ډلو په دې اړه څه نه دي ويلي .
شاوخوا درې کاله مخکې په ياده ولسوالۍ کې د حزب اسلامي او وسلوالو طالبانو ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو له امله نښتې پيل او ترواسه يې لړۍ روانه ده.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن