ښرنه (پژواک ٧ زمرى ٩١): د پکتيکا په ګوملې ولسوالۍ کې د ٤٠ وسلوالو طالبانو د وژلو او ١٤ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شو.
د پکتيکا ولايت مقام له مطبوعاتي دفتر څخه د زمري په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه ګڼ شمېر وسلوال مخالفين د ډيورنډ له کرښې راوښتي او د پکتيکا ولايت ګوملې ولسوالۍ د نعمت اباد په سيمه کې يې پر سرحدي پوستو بريدونه کړي دي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د سرحدي پوليسو په ځوابي بريد کې، چې ايساف ځواکونو يې هوايي مرسته کوله، د وسلوالو طالبانو د يوه قوماندان ملا ځنځير په ګډون ٤٠ وسلوال طالبان وژل شوي او ١٤ نور ټپيان دي.
د سرچينې په وينا، په نښته کې دوه سرحدي پوليس هم ټپيان شوي، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د پکتيکا امنيه قوماندان دولت خان ځدراڼ هم پژواک ته ومنله، چې په ياد شوي بريد کې شاوخوا ٤٠ تنه وژل شوي دي.
نوموړي زياته کړه: ((ګڼ شمېر وسلوال مخالفين له ډيورڼد کرښې راوښتي او په امنيتي پوستو يې بريدونه کړي دي.))
يوه ځايي اوسېدونکي، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې په سيمه کې د شپې په دولسو بجو نښته رامنځ ته شوه، چې د شپې تر درېيو بجو يې دوام درلود.
سرچينې زياته کړه:((د نښتي په ترڅ کې بمبار هم وشو او سهار مهال سيمه ييزو خلکو د طالبانو ٢٢ جسدونه راغونډ کړل.))
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد، په دومره کچه د طالبانو د مرګ ژوبلې خبره نه مني او وايي، چې په دغه بريد کې ٥ طالبان وژل شوي او ٤ نور ټپيان دي.
نوموړي پژواک ته وويل، چې دولت ته يې هم درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د يو بل خبر له مخې، د پکتيکا د سرروضې ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو په خپلمنځۍ نښته کې يوتن وژل شوى او بل ټپي دى.
د سرروضې سيمه ييزو چارواکو پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې ولسوالۍ په مارزکو کلي کې د يوه سيمه ييز قوماندان نورسلام او د هغه د ورور ميرو ترمنځ نښته شوې ده.
سرچينې زياته کړه، چې په دې نښته کې مېرو وژل شوى او نورسلام ټپي دى.
سرچينې د پېښې د لامل په اړه معلومات نه درلودل.
د سرروضې يوه اوسېدونکي شريف الله پژواک ته وويل، چې په دې پېښه کې يوتن وژل شوى او بل ټپي دى، چې اوسمهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دى.
Views: 14
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن