اسلام اباد (پژواک ٢٦ تله ٩٠): د قبايلي سيمې په خيبر ايجنسۍ کې د يوې نښتې له امله ٩ پاکستاني سرتېري او ١٦ وسلوال وژل شوي دي.
په خيبر ايجنسۍ کې د ځايي دولتي ملېشو يوه کارکوونکي فياض ګل د تلې په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون ماښام د لمانځه پر مهال د خيبرايجنسۍ د اکاخېلو په سيمه کې ځايي وسلوالو د ايف سي په نوم د دولتي ملېشو پر يوه کاروان بريد وکړ.
هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې د ملېشو نهه سرتېري ووژل شول او درې نور ټپي شوي دي.
فياض ګل وايي، له بريد وروسته امنيتي ځواکونو په سيمه کې د وسلوالو پر ضد ځوابي عمليات پيل کړل، چې په ترڅ کې يې ١٦ وسلوال ووژل شول، اوه نور ټپيان او څلور ژوندي نيول شوي دي.
د فاروق افريدي په نوم يوه ځايي اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې نښته د افغانستان پولې ته څېرمه د کلنګا په سيمه کې شوې ده.
د يوه بل خبر له مخې، تېره ورځ د خيبر ايجنسۍ د باړې تحصيل په ټټاره سيمه کې د يوې مرمۍ د لګېدو له امله درې عام وګړي وژل شوي او دوه نور ټپي دي.
د سهيل افريدي په نوم يوه ځايي هټۍ وال پژواک ته وويل، چې د توپ دغه مرمۍ له نامعلوم لوري توغېدلې او پر يوه کور راپرېوتې، چې له امله يې د يوه ماشوم په ګډون درې تنه وژل شوي دي.
بلخوا نن سهار وخته د خيبر ايجنسۍ په لنډي کوتل سيمه کې د پارلمان د يوه غړي او د مذهبي ډلې د مشر پير نورالحق پر خپل شخصي دفتر توغندويي بريد شوى دى.
د ياد دفتر يوه ساتونکي حبيب الله شنواري پژواک اژانس ته وويل، دوى د سهار پر لمانځه ولاړ وو، چې ناڅاپه توغندي ولګېدل.
هغه وايي، چې په دې پېښه کې ځاني زيان نه دى اوښتې، خو د دفتر د ودانۍ يوه برخه ويجاړه شوې ده.
بلخوا د خيبر پښتونخوا ايالت په بونير سيمه کې تېره شپه ناپېژانده کسانو د واده پر يوه کور ډزې کړې، چې له امله يې دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن