ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د باور رايې اخيستو لپاره کانديد وزيران ولسي جرګې ته معرفي کېږي

19 Oct 2011 - 14:43
19 Oct 2011 - 14:43

کابل (پژواک ٢٧ تله ٩٠): ټاکل شوې، په راتلونکې اونۍ کې د هغو وزارتونو لپاره، چې دغه مهال د سرپرستانو له خوا اداره کېږي، کانديد وزيران او پراساسي قانون د څار د کمېسيون دوه کانديد غړي د باور رايې لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي.

دغه څرګندونې د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي د تلې په ٢٧مه، د دې جرګې په عمومي غونډه کې وکړې.

هغه وويل، چې تېره ورځ يې له ولسمشر حامد کرزي سره خبرې کړي او هغه ورته ويلي، چې د راتلونکې اونۍ په اوږدو کې به ياد کسان جرګې ته د اعتماد رايې د ترلاسه کولو په موخه وروپېژني.

دغه مهال د اوبو او برېښنا، ښځو چارو، عامې روغتيا، ښاري پراختيا، ترانسپورټ او هوايي چلند، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ او د لوړو زده کړو وزارتونه د سرپرست وزيرانو له خوا اداره کېږي.

د دغو وزارتونو سرپرستان وروسته له هغه، چې حامد کرزى د دويم ځل لپاره د ولسمشر په توګه وټاکل شو، ولسي جرګې ته د کانديد وزيرانو په توګه وروپېژندل شول، خو د اعتماد رايه يې ترلاسه نه کړه او تر اوسه د سرپرست وزيرانو په توګه کار کوي.

پر اساسي قانون د څار د اوه کسيز کمېسيون پنځو تنو د ولسي جرګې په تېره دوره کې شاوخوا دوه کاله مخکې د اعتماد رايه ترلاسه کړې، خو دوه نور يې تر اوسه جرګې ته نه دي معرفي شوي.

دغه راز ولسمشر حامد کرزي تر دويم ځل ولسمشر کېدو وروسته د خپلواکو رياستونو لپاره کانديدان جرګې ته نه دي معرفي کړي او د سترې محکمې د درېيو غړو وخت هم پوره شوى او بايد پر ځاى يې نوي کسان دې جرګې ته د اعتماد رايې د ترلاسه کولو لپاره وروپېژندل شي.

ولسي جرګې په تېر شاوخوا يو نيم کال کې څو ځلې له ولسمشر حامد کرزي غوښتي، چې د يادو څوکيو لپاره کانديدان ورمعرفي کړي، خو سره له دې چې څو ځلې يې ژمنه کړې، تر اوسه يې دغه کار نه دى کړى.

د ولسي جرګې نايب منشي احمد فرهاد عظيمي وويل، چې پر اساسي قانون د څار کمېسيون د دوو کانديدو غړو تحصيلي اسناد جرګې ته ورلېږل شوي او تمه ده، چې ولسمشر کانديد وزيران هم ورمعرفي کړي.

خو ده د يادو دوو تنو نومونه په ډاګه نه کړل.

ده زياته کړه، چې د ولسي جرګې اداري پلاوي تل هڅه کړې، چې څومره ژر کېداى شي ولسمشر دې د کابيني د پاتې غړو ترڅنګ د خپلواکو رياستونو لپاره هم کانديدان ورمعرفي کړي.

 د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي د جرګې په نننۍ غونډه کې نيوکه کوله، چې د جرګې يو شمېر غړي د جرګې د پرېکړو پر خلاف عمل کوي.

هغه وويل، چې ولسي جرګې څو مياشتې وړاندې په غوڅ اکثريت پرېکړه وکړه، چې په راتلونکې عنعنوي جرګه کې به ګډون نه کوي.

خو ابراهيمي وايي، چې تر اوسمهاله د سلو په شاوخوا کې وکيلانو په ياده جرګه کې د ګډون په موخه فورمي ډکې کړې دي.

ټاکل شوې ده، چې د يو شمېر نورو مهمو مسايلو ترڅنګ د افغانستان او امريکا تر منځ د ستراتيژيک تړون د لاسليک د مشورې په موخه ډېر ژر لويه عنعنوي جرګه په کابل کې جوړه شي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version