کابل (پژواک ٢ لړم ٩٠): د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په ترکيه کې د شوې زلزلې پر مرګ ژوبلې او زيانونو ژوره خواشيني څرګنده او د دې هېواد خلکو ته يې د تسليت مراتب وړاندې کړل.
راپورونه ښيي چې د يکشنبې په ماښام د دې هېواد په ختيځه سيمه کې د ريکتر په کچه ٧ اعشاريه دوه درجې زلزله وشوه، چې ډېر مالي او ځاني زيانونه يې اړولي دي.
ويل کېږي چې د ارجيش او وان په ښارونو کې د دې زلزلې له امله تر دوو سوو ډېر کسان مړه شوي او نامعلوم شمېر تراوسه تر خاورو لاندې دى.
سيمه ييزو چارواکو ويلي، چې په زلزله ځپله سيمه کې د ژغورنې چارې روانې دي او ښايي د مړو شويو کسانو شمېر لوړ شي.
په تېرو دېرشو کلونو کې دا په ترکيه کې بې سارې زلزله ښودل شوې ده.
د ولسمشر د وياند له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رسېدلې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د خلکو په استازيتوب د ترکيې له خلکو په تېره بيا د قربانيانو له کورنيو سره په دې غم کې ځان شريک ګڼلى او د ترکيې دولت او خلکو ته يې د تسليت مراتب وړاندې کړي دي.
دغه راز ولسمشر حامد کرزي د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري د خواښې بېګم نصرت بوټو د مړينې له امله د نصرت بوټو کورنۍ، د پاکستان حکومت او خلکو ته تسليت وړاندې کړى دى.
د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بېنظير بوټو مور او د زرداري خواښې تېره ورځ د ٨٢ کلونو په عمر په دوبۍ کې مړه شوه.
مېرمن نصرت بوټو د يوې مودې لپاره د پاکستان د خلکو د ګوند د مشرې او د پاکستان د ولسي جرګې د غړې په توګه دنده ترسره کړې ده.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن