ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترافيکي پېښو پنځو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

25 Oct 2011 - 19:56
25 Oct 2011 - 19:56

ايبک (پژواک ٣ لړم ٩٠): په سمنګان ولايت کې د دوو ترافيکي پېښو له امله دوه کسان مړه شول او درې نور ټپيان شول.

 د سمنګانو د ترافيکو مدير سمونمل محمد ابراهيم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې لومړۍ پېښه تېر ماښام هغه مهال رامنځ ته شوه، چې يو کرولا موټر د چلوونکي د زيات سرعت له امله د ايبک د لرغان په سيمه کې له سړک څخه ووت او چپه شو.

 هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې درې کسان ټپيان شول.

 نوموړي زياته کړه، چې دويمه پېښه تېره شپه په اووه بجو د دې ولايت د حضرت سلطان ولسوالۍ د غزنيګک په سيمه کې د ګازو له يوه ټانکر سره د کرولا موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوه، چې په ترڅ کې يې په کرولا کې دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

 د ترافيکو مدير وويل، چې ټپيان د سمنګانو ولايتي روغتون ته لېږدول شوي او تر روغتيايي څارنې لاندې دي.

 د ياد شوي روغتون يوه ډاکټر عبدالحسيب د ټپيانو روغتيايي حالت ښه وباله.

 د سمنګانو د ترافيکو د حادثاتو امر څارمن عبدالرزاق په هغه ولايت کې د تېر کال په پرتله د ترافيکي پېښو د دوه برابره زياتوالي خبر ورکړ او ويې ويل: ((د روان کال په تېرو اووه مياشتو کې د دې ولايت اړوند د کابل – مزار پر لويه لاره ٦٩ترافيکي پېښې رامنځ ته شوې دي، چې په ترڅ کې يې ٣٦ کسان وژل شوي او د ښځو، ماشومانو او سړيو په ګډون ١٢٥ نور ټپيان شوي دي؛ په داسې حال کې چې د تېر کال په لومړيو اووه مياشتو کې په همدې لاره ٤٦پېښې رامنځ ته شوې او ٢٩تنه وژل شوي او شاوخوا ٨٠تنه ټپيان شوي وو.))

 هغه په دې سړک کې د ترافيکي پېښو د زياتوالي لاملونه د وسايطو ګڼه ګوڼه، له دې لارې څخه د ايساف ځواکونو اکمالات، سړک تنګوالى او د چلوونکو بې احتياطۍ په ګوته کړل.

 

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version