ايبک (پژواک ١٤مرغومى ٩٠): په سمنګانو ولايت کې د دوو ترافيکي پېښو له امله درې کسان مړه او اووه نور ټپيان شول.
د سمنګان د ترافيکو مدير سمونمل محمدابراهيم د مرغومي په ١٤مه،پژواک خبري اژانس ته وويل،چې دوه ترافيکي پېښې تېره شپه د دې ولايت په رباطک کوتل کې رامنځ ته شوې.
هغه زياته کړه، چې يو کس تېره شپه په دوه بجو د رباطک په کوتل کې له دوو باروړونکو موټرو سره د يوه بل موټر د ټکر له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى او شپږ نور ټپيان شول.
هغه زياته کړه، چې بله پېښه نن سهار په څلور بجو په ياد شوي کوتل کې له يوه باروړونکي موټر سره د يوه کورولا ډوله موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوه.
د ابراهيم په وينا، په دوهمه پېښه کې ديوې ښځې په ګډون دوو کسانو په کورولا موټر کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او يو بل يې ټپي شو.
د سمنګانو د ولايتي روغتون سرطبيب ډاکټر شفيع الله وويل، چې ددې پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او يو بل يې چې روغتيايي حالت يې ښه نه و،د بلخ حوزوي روغتون ته لېږدول شوى دى.
د سمنګانو د ترافيکو مديريت د معلوماتو له مخې، په روان کال کې په دې ولايت کې ٨٨ ترافيکي پېښې رامنځ ته شوي، چې په ترڅ کې يې ٦٧ تنه مړه او ٩٣ نور ټپيان شوي دي.
د سمنګانو ترافيک،د دې پېښو لامل د بلخ – سمنګانو پر لويه لاره ګڼه ګوڼه او د موټر چلوونکو بې احتياطي په ګوته کوي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن