لښكرګاه (پژواك، ۱۵ وږى ۹۱): په هلمند او پکتيکا ولايتونو کې د ترافيکي پېښو له امله دوه تنه مړه او ١١ نور ټپيان شوي دي.
په لښكرګاه كې د ترافيكو د مديرت مرستيال محمد داوود نورزي د وږي په ۱۵مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا اته بجې د مارجي-لښكرګاه لارې د ترخه ناور په سيمه كې ترافيکي پېښه رامنځ ته شوه، چې له امله يې يوه ښځه مړه او د ماشومانو په ګډون اووه سړي ټپيان شول.
د هغه په وينا، له مارجې ولسوالۍ څخه د سپرليو ډك ټونس موټر، چې لښكرګاه ته په لاره و، له يو ټانكر موټر سره، چې هغه هم لښكرګاه ته روان و، ټكر وكړ.
نوموړي وويل، پېښه د ټانكر د چلوونكې د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې، چې اوس له پوليسو سره په بند کې دى.
د مارجې امنيه قوماندان سمونيار ښادي خان هم پژواك اژانس ته پېښه تاييد كړه او زياته يې کړه، چې د ټونس ټوله سپرلي د مارجې ولسوالۍ اوسېدونكي دي.
په لښكرګاه كې د ايمرجنسي روغتون يوه كارونكې د نوم په نه ښودو پژواك اژانس ته وويل، چې روغتون ته له يادې پېښې څلور ټپيان او د يوې ښځې مړى ور وړل شوي دي.
د يو بل خبر له مخې، چارواکي وايي، چې تېره ورځ په پکتيکا ولايت کې هم د ترافيکي پېښو له امله يو تن مړ او څلور نور ټپيان شوي دي.
د پکتيکا د ترافيکو مدير سمونوال محمد ظريف پژواک اژانس ته وويل، چې لومړۍ پېښه د ښرنې ښار دننه د غزني په سړک د دوو موټر سايکلونو د ټکر له امله رامنځ ته شوه .
د هغه په وينا، په دې پېښه کې د لنډيزي په نوم يو ۴۵ کلن کس مړ شو او يو بل سخت ژوبل شوى دى.
د پېښې عيني شاهد سيف الرحمن پژواک اژانس ته وويل، چې د يادو موټرسايکل چلوونکو د ګړندي تګ او د ترافيکي قوانينو د نه مراعات له امله دغه پېښه رامنځ ته شوه.
د ترافيکو مسوول وويل، چې په ورته وخت کې دويمه ترافيکي پېښه د ښرنې ښار او اورګون ولسوالۍ ترمنځ د لارې پر سر د پوليسو د يو سراچه موټر او موټرسايکل د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې په موټرسايکل سپاره دوه ماشومان او يوه مېرمن ژوبل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د پېښو عامل کسان يې نيولي، چې اوس تر پوښتنو لاندې دي.
د پېښې عيني شاهد اسمعيل پژواک اژانس ته وويل، چې موټر ډېر ګړندى روان و او ناڅاپه يې مخامخ له يوه موټرسايکل سره ټکر وکړ.
ده زياته کړه، چې ياده ښځه د ټکر په وخت کې پر سړک ولوېده او د سر په برخه کې يې سخته ضربه وخوړه او روغتيايي حالت يې ډېر نازک و.
د ښرنې ملکي روغتون نوکريوال ډاکټر رفېع الله پژواک اژانس ته وويل، چې له يادو پېښو دوى ته يو مړى او څلور ټپيان ور وړل شوي دي، چې د يوې مېرمنې او سړي روغتيايي حالت ډېر خراب دى.
Views: 13
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن