ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند په بېلابېلو پېښو کې يو تن مړ او ٢٧ ټپيان دي

author avatar
13 Apr 2012 - 11:59
author avatar
13 Apr 2012 - 11:59

لښکرګاه (پژواک ٢٥ ورى ٩١): په هلمند ولايت کې د يوې چاودنې او ترافيکي پېښو له امله يو تن مړ او ٢٧ نور ټپيان شوي دي.

په سنګين ولسوالۍ كې د يوه موټرسايكل بم د چاودنې له امله د يوه پوليس په ګډون يوولس تنه ټپيان شوي دي.

د هلمند د والي وياند داوود احمدي نن (د وري ۲۵مه) پژواك خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا اته بجې او دېرش دقيقې د سنګين ولسوالۍ په بازار کې د يوه موټرسايکل بم چاودنه شوې ده .

نوموړي زياته كړه، چې په دې پېښه كې د يوې ښځې او يوه پوليس په ګډون ۱۱ تنه ټپيان شوي، چې شپږ يې سرسري وو او له روغتونو څخه تر درملنې وروسته رخصت شوي دي.

د ده په خبره، يو پوليس، يوه ښځه، يو ماشوم او دوه نور ملكي كسان اوس هم په ځايي روغتونو كې تر درملنې لاندې دي.

احمدي زياتوي، چې په پېښه كې د بازار درې دوكانونه هم په بشپړ ډول ويجاړ شوي دي.

 د والي وياند وايي، چې په موټرسايكل كې چاودېدونكي توكي د دولت د وسلوالو مخالفينو له لوري ځاى پرځاى شوي وو، چې د ريموټ كنټرول په وسيله چاودنه وركول شوې ده؛ خو وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

نوموړي زياته کړه چې پوليسو يې په اړه پلټنې پيل كړې دي، ترڅو جوته کړي چې موټرسايكل څنګه تر دې ځايه راوستل شوى و؟

د يادولو وړ ده، چې تېره ورځ هم د دې ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ كې د سړك غاړې د ماين په چاودنه كې اتو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د يو بل خبر له مخې، د هلمند ولايت د ترافيكو مديريت چارواكي وايي، چې د يوه ۳۰۳ ډوله او يوه بار وړونكي ټونس موټر د ټكر له امله يو تن مړ او ۱۱ نور ټپيان شوي دي.

د دې ولايت د ترافيكو د مديريت مرستيال محمد داوود نورزي د وري په ۲۵مه، پژواك خبري اژانس ته وويل چې پېښه د نهرسراج ولسوالۍ په سيمه كې سهار شاوخوا نهه بجې رامنځ ته شوې ده.

ده وويل، ۳۰۳ ډوله د سپرليو موټر چې ويل كېږي له هرات څخه لښكرګاه ته پر لاره و، له يوه ټونس ډوله موټر سره يې چې هغه لښکر ګاه ته روان و، ټکر کړى دى.

د ده په خبره، پېښه د دواړو موټرو د زيات سرعت له امله رامنځ ته شوې ده؛ خو بيا هم دوى سيمې ته ترافيك لېږلي، چې د پېښې لامل په ډاګه کړي.

په لښكرګاه كې د ايمرجنسي روغتون يوه كاركوونكي پژواك ته وويل، چې د نهرسراج له ترافيكي پېښې څخه دوى ته ۱۱ تنه ټپيان راوړل شوي، چې ښځې او ماشومان هم په كې شامل دي.

نوموړي وويل، چې په دې پېښه كې يو تن له عمره پوخ سړى مړ شوى او جسد يې د دوى په روغتون کې دى.

د يوه بل خبر له مخې، د امنيه قوماندانۍ د همغږۍ د دفتر مسوولين وايي، همدا نن لس بجې يو كورولا موټر چې له مارجې څخه لښكرګاه په لاره و، د زيات سرعت له امله چپه شوى او په ترڅ كې يې پنځه تنه ټپيان شوي دي.

د ايمرجنسي روغتون پورته ياده شوې سرچينه زياتوي، چې د مارجې پر لاره له ترافيكي پېښې څخه هم پنځه تنه ټپيان ورته راوړل شوي، چې روغتيايي حالت يې ښه دى.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.