ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار قومي مشرانو د قومي شخړو مخنيوی او د کوکنارو د نه کښت ژمنه وکړه

26 Oct 2011 - 17:34
26 Oct 2011 - 17:34

جلال اباد (پژواک ٤ لړم ٩٠): د ننګرهار يو شمېر قومي مشرانو د يوې غونډې په دې ترڅ کې په دې ولايت کې د قومي شخړو مخنيوی او د کوکنارو د نه کښت ژمنه وکړه.

د ننګرهار د سرحدونو او قبايلو رييس بريالي ګرديوال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې غونډه کې د ټولو ٢٢ ولسواليو قومي مشرانو برخه اخيستې وه.

د هغه په وينا، دا غونډه په دې موخه جوړه شوې وه، ترڅو د قومي شخړو د مخنيوي، د سولې او امنيت په ټينګښت او په خپلو سيمو کې د کوکنارو د مخنيوي په اړه له دولت سره د زړه له کومې ملاتړ وکړي.

هغه زياته کړه، چې يو شمېر قومونه د ګاونډيو په لمسون د ناامنيو ښکار شوي، چې له امله يې خپلمنځي شخړو کې ښکېل او امنيت يې هم ګواښمن کړی دی.

ګرديوال له قومي مشرانو هيله مندي وښوده، چې په خپلو سيمو کې به د نشه يي توکو د کر مخنيوی کوي.

هغه وويل: ((د کوکنارو کرکيله په نړيواله کچه د افغانستان اعتماد ته ستر ګواښ ګڼل کېږي؛ ځکه خو موږ له يو لړ ستونزو سره مخ يو.))

د غونډې يوه ګډونوال مولوي عبدالله په ورته غونډو نيوکه وکړه او ويې ويل، چې د افغانستان نيمه پانګه په تشو غونډو او سيمينارونو مصرفېږي؛ خو د عمل څرک يې نه ليدل کېږي.

نوموړي پر ټولو شويو قومي مشرانو غږ وکړ، چې په رښتينې توګه دې خپل ځانونه د هېواد له ملي ګټو قربان کړي او شخصي ګټې دې تر ملي هغو مقدمې نه ګڼي.

د ښېوې ولسوالۍ د پراختيايي شورا رييس او قومي مشر حاجي محمد اکبر بيا پژواک ته  وويل، چې ټولو قومونو سره به په يوه خوله د پرتو ستونزو د حل لپاره هلې ځلې کوي.

نوموړي دولت پړ وګاڼه، چې خلکو ته د کار نه برابرولو له امله يې ولسونه له خپل ځانه خوابدي کړل.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version