ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکيو الله ګل مجاهد د ٢٠٠جريبه ځمکې په غصب تورن کړ

26 Oct 2011 - 15:13
26 Oct 2011 - 15:13

کابل (پژواک٤لړم٩٠) : د کابل د بګراميو ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکيو لاريون وکړ او ويل يې چې په ولسي جرګه کې دکابل استازي الله ګل مجاهد د دوى ٢٠٠جريبه ځمکه  غصب کړې ده ، خو مجاهد دغه ادعا رد کړه .

لاريون کوونکي ، چې شمېره يې شاوخوا سلو تنو ته رسېده د کابل ولايت د بګراميو ولسوالۍ د شانان کلا  اوسېدونکي دي .

دوى نن له غرمې مخکې د ملي شورا مخ ته سوله ييز لاريون وکړ .

ددې لاريون کوونکيو مشر حاجي نوروز پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په ولسي جرګه کې دکابل د خلکو استازي الله ګل مجاهد د شانان کلا په سيمه کې د دوى  ٢٠٠ جريبه  ځمکه  غصب کړې ده .

هغه وويل ، چې په دې اړه يې له اړونده حکومتي ارګانونو سره هم اړيکې نيولې دي ، خو تراوسه يې ځکه  چا غږ  نه دى اورېدلى ، چې الله ګل  مجاهد وسلواله ډله لري 

هغه وويل ، چې څه موده مخکې يې په دې اړه د ولسي جرګې د شکاياتو د اورېدو کمېسيون ته عريضه وکړه ، خو دا عريضه اوس الله ګل په خپل جيب کې ګرځوي، ځکه چې هغه هم ددې کمېسيون غړى دى .

 دده په وينا، که  په لنډ وخت کې د دوى غږ وانه ورېدل شي ، دوى به د خپلو  ځمکو د بېرته تر لاسه کولو لپاره  اقدام وکړي .

 دى وايي چې د دوى د اقدام د هر ډول عواقبو  پړه  به د حکومت پر غاړه وي  .

 لاريون کوونکي د احمدزيو د قوم  کسان دي.

 حاجي نوروز وويل :((د احمدزيو قوم له حکومتونو سره ځان وهلى دى دا خو يو بدمعاش دى، ډير ژر به يې لارې ته کړو.))

 حاجي نوروز هغه انځورنه هم له ځان سره لرل، چې وسلوال کسان  له ډاډسن موټر سره په کې ښکاري، چې تر څنګ يې په هينو باروړونکي موټر کې شګه باريږي .

 د نوروز په وينا، په انځور کې  وسلوال کسان پر الله ګل مجاهد پورې اړوند کسان دي    ، چې د دوى له سيمې څخه هره ورځ تر ٧٠ موټرو شګه لېږدوي او پلوري يې .

 يو تن بل لاريون کوونکي محمود هم د حاجي نوروز خبرې تاييد کړې او ويې ويل چې  د احمدزيو قوم دا ځل ارامه نه کېښني او له مجاهد څخه به غصب شوې ځمکې  بېرته تر لاسه کړي .

په ولسي جرګه کې د لوګر استازي او ددې جرګې د شکايتونو د اورېدو کمېسيون غړي محمد اکبر ستانکزي لاريون کوونکيو ته وويل ، چې هغوى دې د سه شنبې په ورځ له  خپلو اسنادو سره ياد شوي کمېسيون ته ورشي .

ستانکزي وويل چې دغه کمېسيون به ياده ستونزه وڅېړي .

خو الله ګل مجاهد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لاريون کوونکيو څرګندونې بې ځايه دي .

هغه وويل،چې شانان کلا په بګرامېو ولسوالۍ پورې اړونده ده او دى د ده سبز ولسوالۍ اوسېدونکى دى .

مجاهد زياتوي: (( زه په دې قضيه کې هيڅ شريک نه يم ، دا د دوى خپل قومي مسايل دي .))

مجاهد وايي ، چې دا ده لپاره يوه توطيه ده ، چې د  مخالفينو له خوا يې  جوړه شوې   ده .

هغه وويل ، چې د کورنيو چارو وزارت په اجازه د ځان د امنيت لپاره يو شمېر وسلوال   له ځانه سره ګرځوي او ناقانونه وسلوال نه لري .

خو هغه ونه ويل چې د کورنيو چارو وزارت په اجازه څومره وسلوال کسان د خپل امنيت لپاره له ځان سره ګرځوي .

Views: 70

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version