ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې دوو غړو لفظي شخړه وکړه

15 Oct 2012 - 16:45
15 Oct 2012 - 16:45

 کابل (پژواک ٢٤ تله ٩١): د ولسي جرګې د دوو غړو الله ګل مجاهد او مجيب الرحمن څمکني تر منځ لفظي شخړه وشوه او پر يو بل يې د ځمکو د غصب تورونه لګول.

 دا شخړه وروسته له هغه وشوه، چې د پکتيا استازي مجيب الرحمن څمګني د ولسي جرګې په نننۍ عمومې غونډه کې وويل، چې د کابل د استازي الله ګل مجاهد ځيني کسان غواړي د بګراميو ولسوالۍ د کمري په سيمه کې د ده (څمکني) د موکلينو کورونه او ځمکې غصب کړي.

د هغه په وينا، د مجاهد کسانو له تېرو څلورو مياشتو راهيسې دا هڅه پيل کړې او نن يې دې سيمي ته وسلې هم وړې او پر خلکو يې ډزې کړې دي .

څمکنى زياتوي: ((ځيني وکيل صاحبان، چې له وکالت نه سو استفاده کوي او د خلکو ځمکې غصبوي، د دې لپاره چې څوک ترې پوښتنه ونه کړي، ځانونه د شکايتونو د اورېدو په کمېسيون کې ټېله کوي.))

ده له جرګې غوښتنه وکړه، چې د يادې ستونزې د حل لپاره دې يو پلاوى وټاکي او الله ګل مجاهد دې د ولسي جرګې د شکايتونو د اورېدو له کمېسيون څخه وباسي.

د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې الله ګل مجاهد نه و، خو کله چې غونډه پاى ته ورسېده، د ملي شورا په انګړ کې را پيدا شو او له مجيب الرحمن څمکني سره يې د يادو څرګندونو په تړاو لفظي شخړه وکړه.

دواړو وکيلانو يو بل ته د ځمکې د غاصب خطاب کاوه او يو بل ته يې د وهلو ګواښونه کول.

 مجاهد، څمکني ته وويل: ((ته بګراميو ته ولاړ شه زه به تاسره په بګراميو کې ګورم.))

خو څمکني مجاهد ته ويل: ((زه همدا اوس روان يم ځم، والله که هېڅ هم وکړاى شې.))

خو د جرګې ځينو نورو غړو د څمکني او مجاهد ترمنځ د شخړې د پاى ته رسېدو په موخه، مجاهد له انګړ څخه د جرګې د تالار خوا ته بوت.

وروسته الله ګل مجاهد د څمکني د څرګندونو په اړه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((زه دغه خبرې په ککله ردوم، زه په بګراميو کې يوه بيسوه ځمکه نه لرم، زما موکلين به هلته وي، خو زما کسان هلته نشته او زما کسان له ما سره ګرځي.))

ده وويل، چې مجيب الرحمن څکمني او پر هغه پورې تړلو کسانو د بګراميو په کمري سيمه کې زر جريبه ځمکه غصب کړې ده.

هغه وايي، چې نننۍ ډزې هم د څمکني کسانو کړي دي.

د بګراميو امنيه قوماندان سمونوال سيف الدين ننګيالي پژوا ک خبري اژانس ته وويل، چې دوى نن د بګراميو په کمري سيمه کې د ډزو راپور ترلاسه کړ.

دى وايي، چې وروسته امنيتي ځواکونه سيمې ته ولاړل خو هلته يې هغه کسان ونه موندل چې ډزې يې کړې وې.

د هغه په وينا، په ياده سيمه کې د ځينو کسانو تر منځ د ځمکې پر سر شخړه شته او امنيه قوماندانۍ د سيمې سپين ږيرو ته ويلي، چې د دعوې لوري دې په ولسوالۍ کې خپله ستونزه حل کړي او تر هغې دې تر دعوه لاندې په ځمکه کې کار نه کېږي.

ننګيالى وايي، دى نه پوهېږي چې د ځمکې په ياده دعوه کې څمکنى او مجاهد ښکېل دي او که نه.

Views: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version