ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنځلس وسلوال مخالفين وژل شوي او ٢٠ نور نيول شوي دي

26 Oct 2011 - 15:07
26 Oct 2011 - 15:07

کابل ( پژواک  ٤ لړم  ٩٠ ) : د کورنيو چارو وزارت وايي چې په څو ولايتونو کې د ملي پوليسو د عملياتو په ترڅ کې ددولت ١٥ وسلوال مخالفين وژل شوي او ٢٠ نور نيول شوي دي .

په هغه خبرپاڼه کې چې نن ( د لړم په ٤مه) د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته رسېدلې ده ، راغلي ، چې دغه عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په کابل، لغمان ، تخار ، ميدان وردګو ، لوګر ، خوست ، پکتيا او پکتيکا ولايتونو کې ترسره شوي دي .

سرچينې وويل چې ددې عملياتو په لړ کې يو بل وسلوال مخالف ټپي شوى  او ٣١ ميله ډول ډول وسله ، ٢٠٠ سپکې او درنې مرمۍ او دوه لاسي بمونه هم ترلاسه شوي دي .

د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې ، په دې ولايتونو کې په ټوليز ډول د ملي اردو ، ملي امنيت او ايساف ځواکونو په همکارۍ اته عمليات په لاره اچول شوي و .

خبرپاڼې زياته کړې ده ، چې ملي پوليسو په ياده موده کې ٣٦ کړۍ د وسايطو ضد ماينونه ، له چاودېدونکيو توکيو دوه ډکې بوشکې او د راکټ ١٤ مرمۍ ، چې د وسلوالو مخالفينو له خوا په ميدان وردګو ، لوګر ، لغمان ، باميان ، بغلان او هلمند ولايتونو کې د ورانکاريو لپاره ځاى پر ځاى شوې وې ، کشف او ترلاسه شوې دي .

خبرپاڼه کاږي ، چې د هرات د پوليسو منسوبينو تېره ورځ د تاج محمد په نامه ددولت يو وسلوال مخالف قوماندان هم ، چې په دې ولايت کې يې په څو ورانکارو بريدونو کې لاس درلود ، په هرات ښار کې نيولى دى .

همدارنګه د کابل د ١٠١ اسمايي زون وايي چې  دوى ١٢ تنه د جنايي جرمونو په تور او د هرات امنيه قوماندانۍ درې تنه د سړي تښتونې په تور نيولي دي .

دهغې خبرپاڼې له مخې ، چې ددې زون د مطبوعاتي دفتر له خوا خپره شوې ده ، د ملي پوليسو منسوبينو تېره ورځ مازيګر يوه اندازه وسلې او مهمات ، چې د ورانکاريو په موخه د کابل ښار د اولسمې حوزې په مربوطاتو کې د چمتله دښتې په ساحه کې ځاى پر ځاى شوي وو، هم کشف او ترلاسه کړل.

سرچينې وويل چې په دې وسلو او مهماتو کې د ٨٢ ملي متري توپ څلور مرمۍ، د ار پي جي راکټ څلور مرمۍ او د پرسونل ضد ١٠ کړۍ ماينونه شامل دي .

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version