ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دولت او مخالفين يې يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

دولت او مخالفين يې يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

author avatar
24 May 2012 - 16:30
دولت او مخالفين يې يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي
author avatar
24 May 2012 - 16:30

کابل ښار (پژواک ٤ غبرګولى ٩١): د کورنيو چارو وزارت ادعا لري، چې په يو شمېر ولايتونو کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په لړ کې ١٧ وسلوال مخالفين وژل شوي او ٥٤ نور نيول شوي، خو طالبان بيا مقابل لوري ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

په هغې خبرپاڼه کې، چې نن (د غبرګولي ٤مه) د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته را لېږلې، ويل شوي، چې دغه شمېر مخالفين په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کابل، ننګرهار، تخار، هلمند، زابل، اروزګان، لوګر، غزني او خوست ولايتونو په مربوطاتو کې وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دغو عملياتو کې چې د ملي پوليسو له خوا د ملي اردو، ملي امنيت او ايساف ځواکونو په همکارۍ ترسره شوي، دوه نور مخالفين ټپيان او ٥٤ نور نيول شوي دي.

د سرچينې په وينا، ملي پوليسو شپږ کړۍ ډول ډول ماينونه، چې تازه د وسلوالو مخالفينو له خوا د ورانکارو کړنو په موخه د پنجشېر، هلمند او پکتيکا ولايتونو په مربوطاتو کې ځاى پر ځاى شوي وو، هم کشف او شنډ کړي دي.

خو وسلوالو طالبان بيا ادعا کوي، چې دوى په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې لسګونه عمليات ترسره کړي، کورنيو او بهرنيو ځواکونو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د دوى له خوا په ماين چاودنو کې د بهرنيو ځواکونو اوه ټانکونه او څو د پوليسو موټر ويجاړ شوي او په کې سپرو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

نوموړي زياته کړه، چې د دوى يواځې پنځه تنه د لوګر په مرکز کې له پوليسو سره په نښته کې وژل شوي دي.

د يادونې ده، چې تېره ورځ د کورنيو چارو وزارت په يو شمېر ولايتونو کې د ١٥ وسلوالو مخالفينو د وژلو ادعا کړې وه، خو طالبانو بيا خپله مرګ ژوبله ډېره کمه وښوده، کورنيو او بهرنيو سرتېرو ته يې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا وکړه.

Views: 10

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.