ایبک (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۳): سمنګان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په فېروزنخچیر ولسوالۍ کې یوه ښځه له اته میاشتې شکنجې وروسته د خپل خاوند له کورني بنده خوشې شوې ده.
د سمنګان امنیې قوماندانۍ ویاند حشمتالله رحماني پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت په فېروزنخچیر ولسوالۍ کې یوه ښځه د خپل خاوند او د هغه د کورنۍ له لوري تر اته میاشتني بند او شکنجې وروسته پرون خوشې شوې ده.
هغه وویل چې دغه ښځه بيبي امنه نومېږي او د دغه ولایت د فېروزنخچیر ولسوالۍ اوسېدونکې ده.
رحمانی زیاته کړه، یاده ښځه پرون د سمنګان امنیې قوماندانۍ سرتېرو له لوري ژغورل شوې او د درملنې په موخه ولایتي روغتون ته لېږدول شوې ده.
د رحماني د معلوماتو له مخې، د دې قضیې په تړاو دوه کسان (د یادې ښځې خاوند او خسر) نیول شوي او د پلټنو په موخه عدلي او قضايي بنسټونو ته سپال شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن