ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نوبل جایزې ګټونکی محمد یونس د بنګله‌دېش د موقت حکومت مشر وټاکل شو

د نوبل جایزې ګټونکی محمد یونس د بنګله‌دېش د موقت حکومت مشر وټاکل شو

author avatar
7 Aug 2024 - 12:20
د نوبل جایزې ګټونکی محمد یونس د بنګله‌دېش د موقت حکومت مشر وټاکل شو
author avatar
7 Aug 2024 - 12:20

کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۳): د بنګله‌دېش د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینې له استعفا او تېښتې وروسته د نوبل جایزې ګټونکی محمد یونس د دغه هېواد د موقت حکومت د مشر په توګه وټاکل شو.

اسوشېټد پرېس نن (چهارشنبه) راپور ورکړی چې ښاغلی یونس د بنګله‌دېش ولسمشر محمد شهاب‌الدین له لوري دغه مقام ته ټاکل شوی دی.

یاده پرېکړه د بنګله‌دېش ولسمشر او د محصلینو د استازو ترمنځ له پنځه ساعته خبرو اترو وروسته شوې ده.

هغه محصلین چې بنګله‌دېش کې د لاریونونو مشري پر غاړه لري، مخکې له دې یې د نوبل جایزې ګتونکی محمد یونس د موقت تشکیلاتو د رهبرۍ لپاره وړاندیز کړی و.

د ویلو ده چې د بنګله‌دېش محصلینو لاریون چې شاوخوا یوه میاشت مخکې د دولتي ګمارنو په تړاو پیل شوی و، پر تاوتریخوالي واوښت او په پایله کې د شیخ حسینې د استعفا او هېواد څخه د تېښتې لامل شو.

شیخ حسینه چې له ۱۵ کلونو راهیسې په واک کې وه، د دوشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) وروسته له هغه چې لاریون‌کوونکو د لومړۍ وزیرې ماڼۍ اشغال کړه، په یوه طیاره کې له بنګله‌دېش څخه هند ته وتښتېده.

له یادو لاریونونو وروسته د بنګله‌دېش ولسمشر پرون (سه‌شنبه) د دغه هېواد پارلمان منحل کړ او د نوو ټاکنو د ترسره کولو لپاره یې لار پرانیسته.

بنګله‌دېش کې د تېرو څو اونیو په لاریونونو کې لږ تر لږه ۳۰۰ کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.