ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي شورا په بغلان کې ددې جرګې د غړيو د وژلو د پېښې د جدي څېړنو غوښتنه وکړه

29 Oct 2011 - 17:36
29 Oct 2011 - 17:36

کابل (پژواک د لړم ٧مه ٨٩): ملي شورا، شاوخوا څلور کاله  مخکې په بغلان کې ددې جرګې د غړيو د وژلو د پېښې د جدي څېړنو غوښتنه وکړه .

د ١٣٨٦ کال د لړم په ١٦مه  د يوه ځانمرګي بريد له امله، په بغلان کې د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمېسيون د ٦ غړيو په ګډون، ٥ تنه د وکيلانو ساتونکي او ٧٤ تنه د ښوونځي زده کوونکي او ښوونکي ووژل شول او ګڼ شمېر نور ټپيان وو.

ولسي جرګې د تېرې دورې د ملي اقتصاد کمېسيون مشر سيد مصطفى کاظمي او د دې کمېسيون غړي هر يو نازکمير سرفراز، صاحب الرحمن همت، محمد عارف ظريف، صبغت الله ذکي او انجنير عبد المتين په يادو وژل شويو کسانو کې شامل وو.

ددې بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى .

د ملي شورا  په نننۍ غونډه کې د ولسي  جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي،نيوکه وکړه چې تر اوسه اړوندو ارګانونو ددې بريد عاملين د قانون منګولو ته نه دي  سپارلي او په دې برخه کې ناغېړي کوي.

هغه زياته کړه ،  حکومت مکلف دى ، چې د بغلان په بريد کې د وژل شويو کسانو  او  نورو  هغو مشرانو،  چې په دې وروستيو کې وژل شوي  ، عاملين پيدا او د قانون منګلو ته يې وسپاري .

له تېر يوه کال راهيسې د ولسمشر  حامد کرزي ورور احمد ولي کرزى ، د سولې د عالي شورا مشر استاد برهان الدين رباني ، د ٢٠٣ پامير زون قوماندان جنرال داوود داوود ، د ولسمشر سلاکار جان محمد خان ، د ولسي جرګې غړى محمد هاشم وطنوال ، د کندهار امنيه قوماندان خان محمد مجاهد، د کندوز امنيه قوماندان عبدالرحمن سيدخيلي او ځينې نور وژل شوي دي .

ابراهيمي وويل ، تر هغه به د افغانستان د مشرانو  وژنه روانه وي ، ترڅو له هيواد څخه د بهرنيو هيوادونو لاسوهنه لنډه شوې نه وي .

ابراهيمي زياتوي:  ((موږ د خپل هيواد دښمنانو ته وايو ، چې موږ دخپلو شهيدانو لار تر هغه تعقيبوو، چې تاسو په ګونډو شئ او سوله ومنئ .))

په دغه جرګه کې د کابل استازي او د مصطفى کاظمي ورور  سيدعلي کاظمي د بغلان د هغه وخت په امنيتي چارواکيو نيوکه وکړه  او ويې ويل  چې ددې جرګې پر غړيو د بريد په ورځ  يې لازم امنيتي تدابير نه و نيولي .

ده هم ټينګار کاوه ، چې حکومت بايد هر څه ژر د يادې پيښې عاملين پيدا او دخپلو اعمالو په سزا  ورسوي .

هغه  وويل ، چې د يادو وکيلانو په ياد هر کال غونډې جوړيږي، خو د هغوى دوسيې نه څيړل کيږي .

کاظمي وايي ، چې د دغه شان پيښو نه څيړل د حکومت او خلکو ترمنځ واټن  زياتوي .

خو په پارلماني چارو کې د دولت وزير همايون عزيزي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې اړوندو ارګانونو د افغانستان د ولسي جرګې د وژل شويو غړيو  او نورو  مشرانو د وژنو د پېښو د څېړنې په برخه کې پوره هڅې کړې دي .

ده وويل ، چې  په بغلان کې د ولسي جرګې پر غړيو او  نورو مشرانو د بريد په تړاو  يو شمير کسان نيول شوي او سزا هم ورته اورول شوې ده.

خو ده په دې اړه نور معلومات ورنه کړل .

د عزيزي په وينا، دغه شان بريدونه  ډيرى له هيواد څخه بهر طرحه کيږي ، نو ځکه د دوسيو هغه برخه ، چې پر بهر پورې اړه لري ، ستونزمن کار دى .

د يادونې  ده، چې د ملي شورا د کار له پيله تراوسه يو د مشرانو جرګې او  ١٢  د  ولسي جرګې غړي  وژل شوي دي.

د ملي شورا نننۍ غونډه ددې شورا الحاقيې ودانۍ ته څېرمه د يو ځانمرګي بريد له امله ګډه وډه شوه او د مشرانو جرګې غړيو ته د خبرو نوبت ونه رسېد.  

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version