ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د ملي شورا د وژل شويو غړيو يادغونډه جوړه شوه

کابل کې د ملي شورا د وژل شويو غړيو يادغونډه جوړه شوه

author avatar
9 Nov 2018 - 16:23
کابل کې د ملي شورا د وژل شويو غړيو يادغونډه جوړه شوه
author avatar
9 Nov 2018 - 16:23

کابل (پژواک، ۱۸ لړم ۹۷): بغلان کې د ملي شورا د وژل شويو غړيو د يادغونډې ګډونوالو پر حکومت له دې امله نيوکه وکړه چې په هدفي بريدونو کې د ډېرو وژل شويو افغانانو پېښې نه دي څېړل شوي.

دغه راز په دغه غونډه کې د سولې لپاره د يوه طرحې پر جوړېدو او د ولسي جرګې ټاکنو د رڼو پايلو پر اعلان ټينګار وشو.  

په هغو پرله پسې چاودنو او وسله وال بريد کې چې د ۱۳۸۶ کال د لړم پر پنځلسمه د بغلان ولايت د بورې فابريکې ته نږدې رامنځته شول د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمېسيون د شپږو غړو په ګډون ۸۰ تنه ووژل شول او د ښوونځي د ښوونکو او شاګردانو په ګډون له سلو ډېر ټپيان شول.

د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمېسيون مشر سيد مصطفی کاظمي او پنځه نور غړي (د کابل د خلکو استازی محمد عارف ظريف، د کندوز د خلکو استازی نازک مير سرفراز، د هلمند د خلکو استازی حاجي عبدالمتين، د کنړ د خلکو استازی صاحب الرحمن او د تخار د خلکو استازی صبغت الله ذکي) په دې پېښه کې وژل شوي وو.

نن د غو کسانو د يولسم تلين په مناسبت د کابل د لويې جرګې په خيمه کې يوه غونډه جوړه شوه.

د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد علم ايزديار په دغه غونډه کې وويل:"ترهګر پر هېچا رحم نه کوي، ځکه دوی مذهب، دين او قوم نه پېژني او تر تفکيک پرته خلک وژني."

ايزديار وويل چې نه يواځې د بغلان په بريد کې د يادو وژل شويو کسانو بلکې د يو شمېر نورو لکه د سولې عالي شورا پخواني مشر برهان الدين رباني، استاد عبدالصبور فريد، احمدشاه مسعود، حاجي عبدالقدير، جنرال عبدالرازق او ډېرو نورو قاتلانو ته سزا نه ده ورکړل شوې.

هغه هيله مندي وښوده چې د افغان سولې په تړاو په نننى جوړه شوې ناسته د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې خبرو پيل ته لار هواره کړي.

ايزديار په داسې حال کې چې ويلي يې :"طالبان د افغانانو دښمنان دي او بايد د دښمن له موقفه خبرې ورسره وشي، نه ده د ناراضي وروڼو په توګه." پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې لار خپله کړي.

د پخواني ولسمشر لومړي مرستيال محمديونس قانوني هم د مصطفی کاظمي د هڅو ستاينه وکړه او ويې ويل:"شهيد کاظمي داسې طرحې او پلانونه لرل چې له مخې يې په ريښتني ډول د افغانانو په دسترخوان کې بدلون راته."

قانوني د ولسي جرګې پر ټاکنو نيوکه وکړه او د ټاکنو له خپلواک کميسيون يې غوښتل چې د ولسي جرګې د تاکنو ريښتينې پايلې اعلان کړي.

دی وايي:"د ټاکنو سرچپه شوې او مهندسي پايلې به د هېچا لپاره د منلو وړ نه وي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.