ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر د امنيت د لېږد پروسې د جدي عملي کولو غوښتنه وکړه

29 Oct 2011 - 18:29
29 Oct 2011 - 18:29

کابل (پژواک ٧ لړم ٩٠): ولسمشر حامد کرزي له نړيوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو د امنيت د لېږد پروسې د جدي عملي کولو غوښتنه وکړه.

د(( لېږد د پروسې ګډ بورډ)) په ناسته کې نن د (لړم ٧مه) د امنيتي مسووليتونو د لېږد لومړى پړاو وارزول شو او پرېکړه وشوه، چې د دويم پړاو په اړه به  ټاکلې غوښتنې ولسمشر ته وړاندې شي.

د ولسمشر د ويندوى له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ولسمشر حامد کرزي نن له واليانو سره د کتنې په غونډه کې په دې خبره ټينګار وکړ، چې د امنيت د لېږد دويم پړاو دې په جدي توګه عملي شي.

د سرچينې په وينا، په دې غونډه کې، چې د ملي دفاع او کورنيو چارو وزيرانو، د ملي امنيت رييس او د امنيتي مسووليت د لېږد کمېسيون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزى هم شامل و،  افغان ځواکونو ته د امنيت د لېږد په تړاو په کې خبرې وشوې.

 خبرپاڼې د ډاکټر اشرف غني احمدزي له خولې ليکلي ، چې د هېواد واليان د ژمنو د پلې کېدو له پلوه اندېښمن دي او وايي، چې که د طرحو او عمل ترمنځ واټن رامنځ ته نشي دا پروسه به له ناکامۍ سره مخ شي.

د سرچينې په خبره، چې ډاکټر اشرف غني احمدزي وويل، چې د لېږد دويم پړاو له لومړي څخه حساس دى او د افغان ځواکونو تجهيز او تمويل ته بايد جدي پاملرنه وشي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ولسمشر حامد کرزي د ډاکټر اشرف غني احمدزي رپوټ مهم وباله او د يادو موضوعګانو د عملي کېدو په اړه يې ډاډ ورکړ.

افغان ځواکونو ته د امنيت دلېږد پروسه د روان لمريز کال په لومړۍ نېټه د ولسمشر حامد کرزي له خوا اعلان شو او په لومړي پړاو کې اوه سيمې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.

ټاکل شوې ده ، چې په دې دويم پړاو کې د ١٧ سيمو د لېږد اعلان د راتلونکې دوديزې جرګې پر مهال د ولسمشر حامد کرزي له خوا وشي.

دغه جرګه د لړم د مياشتې په وروستۍ اونۍ کې جوړېږي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version