ميدان ښار (پژواک ٢ ليندۍ ٩٠): اشرف غني احمدزي په ميدان وردګو کې د امنيت د لېږد پروسې په اړه د ياد شوي ولايت له چارواکو سره سلا مشورې وکړې.
په افغانستان کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد لړۍ، چې ټاکل شوې د ٢٠١٤ کال تر وروستيو په ټول هېواد کې بشپړه شي، د روان کال د چنګاښ په مياشت کې پيل شوه.
د دې لړۍ په لومړي پړاو کې له سروبي ولسوالۍ پرته د کابل، پنجشېر او باميانو ولايتونو او د هرات، لښکرګاه، مهترلام او مزارشريف په ښارونو کې د چارو مسووليتونه افغانانو ته وسپارل شول.
له ناټو څخه افغان ځواکونو ته د مسووليت د لېږد پروسې مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي نن (د ليندۍ ٢مه) د ميدان ورګو له والي محمد حليم فدايي، د ولايتي شورا له غړو، د مدني ټولنې استازو او ګڼ شمېر ځوانانو سره وليدل.
د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ليدنه د يوې غونډې په ترڅ کې ترسره شوه، چې د ياد شوي ولايت زيات شمېر قومي مشرانو هم په کې ګډون کړى وو.
د هغه په وينا، اشرف غني احمدزي په دې ولايت کې د امنيت د لېږد پروسې په اړه د غونډې له ګډونوالو او له دولتي چارواکو څخه سلا مشورې وغوښتې.
شاهد وويل چې د غونډې برخه والو او دولتي چارواکو، احمدزي ته خپلې مشورې وړاندې کړې او د امنيت د لېږد د پروسې په برخه کې يې د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ.
په ياده شوې غونډه کې ډاکټر اشرف غني احمدزي له خلکو وغوښتل، چې د دې پروسې د کاميابېدو په موخه ورسره مرسته وکړي.
هغه له خلکو سره ژمنه وکړه، چې د دې ولايت د ټولو ستونزو د حل په موخه به له ولسمشر حامد کرزي سره وګوري او په دې برخه کې به هېڅ ډول هڅه ونه سپموي.
ډاکټر اشرف غني احمدزي زياته کړه: ((بهرنيان دلته د تل لپاره نه اوسېږي او د افغانانو امنيت نه شي ساتلى، افغانان بايد د خپل امنيت د اخيستلو او ساتلو لپاره پوره چمتووالى ولري.))
د يادونې وړ ده، چارواکو د لړم په څلورمه اعلان کړى وو، چې کېداى شي دغه لړۍ د بدخشان په مرکز او ٧ ولسواليو، د بادغيس په مرکز او اب کمري ولسوالۍ، د غزني ښار، د هلمند په ناوې ولسوالۍ، له شينډنډ او چشت شريف ولسواليو پرته په هرات ولايت، د کابل په سروبي ولسوالۍ او د غور مرکز، د لغمان په قرغه يي ولسوالۍ، د ننګرهار په مرکز، بهسودو، خېوې، کامه او په سره رود ولسواليو، د ميدان وردګو ولايت په مرکز او د لومړۍ او دويمې حصې په ولسواليو کې هم پيل شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن