ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بارکزۍ: د مسووليتونو د لېږد دويم پړاو بايد له نا امنو سيمو پيل شي

30 Oct 2011 - 16:04
30 Oct 2011 - 16:04

کابل (پژواک ٨ لړم ٩٠): د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسيون وايي، چې له بهرنيو څخه افغانانو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد دويم پړاو بايد له نا امنو ولايتونو پيل شي.

په افغانستان کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد لړۍ، چې ټاکل شوې د ٢٠١٤ کال تر وروستيو په ټول هېواد کې بشپړه شي، د روان کال د چنګاښ په مياشت کې پيل شوه.

د دې لړۍ په لومړي پړاو کې له سروبي ولسوالۍ پرته د کابل، پنجشېر او باميانو ولايتونو او د هرات، لښکرګاه، مهترلام او مزارشريف په ښارونو کې د چارو مسووليتونه افغانانو ته وسپارل شول.

چارواکو د لړم په څلورمه اعلان وکړ، چې کېداى شي دغه لړۍ به د بدخشان په مرکز او ٧ ولسواليو، د بادغيس په مرکز او اب کمري ولسوالۍ، د غزني ښار، د هلمند په ناوې ولسوالۍ، له شينډنډ او چشت شريف ولسواليو پرته په هرات ولايت، د کابل په سروبي ولسوالۍ او د غور مرکز، د لغمان په قرغه يي ولسوالۍ، د ننګرهار په مرکز، بهسودو، خېوې، کامه او په سره رود ولسواليو، د ميدان وردګو ولايت په مرکز او د لومړۍ او دويمې حصې په ولسواليو کې هم پيل شي.

خو په ولسي جرګه کې د دفاعي چارو د کمېسيون مشرې شکريې بارکزۍ نن خبريالانو ته وويل، چې دغه پروسه بايد له نا امنو ولايتونو پيل شوې واى، ترڅو د افغان ځواکونو وړتيا او د هغوى لپاره د اړينو تجهيزاتو کموالى معلوم شوى واى.

خو دا وايي، په کار ده چې د دې پروسې دويم پړاو په نا امنو ولايتونو کې پلى شي.

هغې وويل: ((که په ناامنو ولايتونو کې امنيت ټينګ شي، بيا به په امنو ولايتونو کې د نا امنيو هېڅ ستونزه نه وي.))

بارکزۍ اړينه بولي، ايساف او ناټو بايد د دې ترڅنګ، چې امنيتي مسووليتونه افغان ځواکونو ته سپاري، هغو ته بايد لازمه روزنه ورکړي او په اړينو امکاناتو يې سمبال کړي.

دغه راز هغه وايي، په افغانستان کې د امنيت د ټينګښت لپاره اړينه ده، چې د خلکو جدي ملاتړ ترلاسه شي.

د ياد کمېسيون بل غړي جنرال علي اکبر قاسمي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د امنيتي مسووليتونو د لېږد پروسه بايد په ناامنو ولايتونو، لکه کندهار، پکتيکا، اروزګان او يو شمېر نورو نا امنو ولايتونو کې پيل شوې واى.

د ده په وينا، په نا امنو ولايتونو کې د مسووليتونو په لېږد سره به افغان ځواکونه وازمايل شي، چې د هېواد امنيت ټينګولاى شي او که څنګه.

خو د افغانستان د دفاع پخوانى وزير شهنواز تڼى وايي، چې د نظامي اصولو له مخې د امنيتي چارو د مسووليت لېږد بايد لومړى له امنو سيمو پيل شي.

د ده په وينا، افغانستان له جغرافيايي پلوه ډېر پېچلى جوړښت لري، نو ځکه افغان ځواکونه دغه مهال د دې وړتيا نه لري، چې د هېواد د نا امنو سيمو او ولسواليو امنيت ټينګ کړي.

د ده په اند، د نا امنو سيمو د امنيتي مسووليتونو د اخيستو لپاره په کار ده، چې افغان وسلوال ځواکونه له پوځې پلوه سمبال شي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، دا چې په تېرو لسو کلونو کې افغان ځواکونه په ښه ډول نه دي روزل شوي او مجهزې وسلې نه لري، لامل يې دا دى، چې نړۍ والې ټولنې په ٢٠٠١ کال کې د بن د کنفرانس ژمنې نه دې عملي کړې.

دى وايي، چې د بن په کنفرانس کې نړيوالې ټولنې ژمنه کړې وه، چې په افغانستان کې به د يوې سالمې ادارې د جوړېدو ترڅنګ پياوړى او پر وسلو سمبال پوځ جوړوي.

هغه وايي، په افغانستان کې د اداري فساد شتون هم د دې لامل شوى، چې د وسلوال پوځ ښې روزنې ته ډېره پاملرنه ونه شي.

هڅه مو وکړه، چې د امنيتي مسووليتونو د لېږد په تړاو د شکريې بارکزۍ د څرګندونو په اړه د دولت د رياست له مطبوعاتي دفتر سره هم خبرې وکړو، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version