ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند چارواکو د مسووليتونو د لېږد دويم پړاو ته چمتووالى وښود

9 Nov 2011 - 14:36
9 Nov 2011 - 14:36

کابل (پژواک ١٨ لړم ٩٠): د هلمند چارواكې وايي، چې په دغه ولايت کې له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د مسووليتونو د لېږد دويم پړاو ته چمتوالى لري.

په افغانستان کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد لړۍ، چې ټاکل شوې د ٢٠١٤ کال تر وروستيو په ټول هېواد کې بشپړه شي، د روان کال د چنګاښ په مياشت کې پيل شوه.

 د دې لړۍ په لومړي دور کې له سروبي ولسوالۍ پرته د کابل، پنجشېر او باميانو ولايتونو او د هرات، لښکرګاه، مهترلام او مزارشريف په ښارونو کې د چارو مسووليتونه افغانانو ته وسپارل شول.

چارواکو د لړم په څلورمه اعلان وکړ، چې دغه لړۍ به د بدخشان په مرکز او ٧ ولسواليو، د بادغيس په مرکز او اب کمري ولسوالۍ، د غزني ښار، له شينډنډ او چشت شريف ولسواليو پرته د هرات ولايت، د کابل د سروبي ولسوالۍ، د غور مرکز، د لغمان قرغه يي ولسوالۍ، د ننګرهار مرکز او بهسود، خېوه، کامه او سره رود ولسوالۍ، د ميدان وردګو ولايت مرکز او د لومړۍ او دويمې حصې ولسوالۍاو د هلمند په ناوه او نادعلي ولسوالۍ کې هم پيل شي.

هلمند د هېواد په جنوب لوېديځ کې يو له نا امنو ولايتونو دى.

د دغه ولايت د مرکز لښکرګاه امنيتي چارې د امنيتي مسووليتونو د لېږد په لومړي پړاو کې شاوخوا څلور مياشتې مخکې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې، خو تر دې پروسي وروسته په لښكرګاه كې ځينې امنيتي پېښې هم رامنځته شوې دي.

د پژواك د راپورونو له مخې، په لښكرګاه كې وروسته له هغه چې امنيت يې افغان ځواکونو ته سپارل شوى، په بېلابېلو چاودنو او هدفي بريدونو كې شاوخوا سلو دولتي کسانو او ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند والي محمدګلاب منګل وايي، وسلوالو مخالفينو هڅې وکړې، چې په لښکرګاه کې دا پروسه ناکامه کړي، خو اوس هلته هرڅه تر کنټرول لاندې دي او افغان ځواکونو ته د چارو د مسووليتونو لېږد ښې پايلې له ځان سره لري.

د ده په وينا، د امنيت د لېږد له پروسي سره له يوې خوا سيمه ييز مجرمين له پښو لوېدلي او له بلې خوا افغان ځواكونو د امنيت ساتل خپل مسووليت ګڼلى او هڅه كوي، چې د عام ولس زړونه ترلاسه او باور يې خپل کړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د امنيتي مسووليتونو د لېږد په دويم پړاو كې به د نادعلي او ناوې د ولسواليو او د ٢٠١٤ کال تر پايه به د دغه ولايت د ټولو سيمو امنيتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

نادعلي د لښكرګاه شمال لوېديځ ته په ١٥کيلومترۍ او ناوه د دغه ولايت د مرکز جنوب لوېديځ ته په ٢٠ کيلومترۍ کې پرتې ولسوالۍ دي، چې امنيت په کې د نورو ولسواليو په پرتله ښه دى.

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګار هم وايي، چې په دغه ولايت کې افغان امنيتي ځواکونه د امنيتي مسووليتونو اخيستو ته چمتو دي او په دغه ولايت کې د افغان سرتېرو روزنه او ډېروالى د دې لامل شوى، چې د جرمونو او امنيتي پېښو په كچه كې د پخوا په پرتله لږوالى راشي او امنيتي ساحه پراخه شي.

په هلمند کې عام وګړي د امنيت د لېږد د پروسې په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د نادعلي ولسوالۍ يو قومي مشر عبدالاحد هلمندوال وايي، دغه پروسه به په دغه شرط بريالۍ وي، چې د سيمه ييزو ادارو کړنې رڼې شي.

د ده په اند، که په ولسواليو كې ښه حكومتداري شتون ولري، عام ولس به له دې پروسې ملاټر وكړي، خو که د سيمه ييزو ادارو کړنې رڼې نه وي، دا پروسه به ناکامه وي.

دى وايي، چې دغه مهال په ولسواليو، په ځانګړې توګه په نادعلي كي، په دې اړه ستونزې شتون لري.

د لښكرګاه ښار اوسېدونكى حاجي ميرزا وايي، عام ولس ځكه له دې پروسي ملاتړ كوي، چې بهرني ځواكونه د افغانانو په كلتور نه پوهيږي او دغه کار د هغوى د عملياتو او تلاشيو پر مهال د خلکو د ناخوښۍ سبب کېږي.

د ده په اند، له همدې امله به افغان ځواکونو ته د مسووليتونو لېږد ښې پايلې ولري.

خو دى وايي، چې دا پروسه بايد له نا امنو سيمو پيل شي، ځكه چي پر وړاندې پرتو ستونزو ته به يې تر ۲۰۱۴ كال پورې د حل لارې ولټول شي.

هغه وايي، كه په نا امنو سيمو کې امنيتي چارې د دې پروسې په وروستيو كې افغان ځواکونو ته وسپارل شي، نو د ده په وينا، د ناسور ټپ په څېر به يې ستونزې تر ډېره پاتې شي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version