ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چاودنې څلور ماشومان ووژل

31 Oct 2011 - 18:25
31 Oct 2011 - 18:25

ميدان ښار (پژواک ٩ لړم ٩٠): په ميدان ښار کې څلور ماشومان د يوه ماين د چاودنې له امله ووژل شول.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد وايي، چې د دې ولايت د مرکز ميدان ښار اړوند د خواجه ګانو په سيمه کې، نن (د لړم ٩مه) د ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودنې له امله د سيمې څلور ماشومان ووژل شول.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ماين د کروندې په يوه پټي کې د وسله والو طالبانو له خوا ځاى پر ځاى شوى وو، چې پر دغو ماشومانو د لوبو پر مهال وچاودېد.

هغه زياته کړه، چې په دغې سيمه کې افغان او بهرني ځواکونه د شپې له خوا پلې ګزمې کوي، چې ښايي موخه يې هغوى وو.

شاهد وويل، چې په وژل شويو کې درې هلکان او يوه نجلۍ ده.

د سيمې يوه اوسېدونکي عين الله پژواک اژانس ته وويل، چې دغه ماشومان په همدې پټيو کې لوبېدل، چې دا پېښه رامنځ ته شوه.

هغه زياته کړه، چې ماشومانو دغه ماين رااخيستى وو او لوبې يې پرې کولې، چې په لاسونو کې پرې وچاودېد.

د نوموړي په خبره، ټول ماشومان ځاى پر ځاى ووژل شول.

وسله والو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده، چې دوه اونۍ مخکې هم په همدې سيمه کې په يوه پټي کې د ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودنې له امله درې کوچيان وژل شوي وو.

Views: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version