کندهار ښار( پژواک، ٢ زمرى ٩١ ) : د کندهار ولايت په معروف ولسوالۍ کې د ماين په چاودنه کې درې ماشومان ووژل شول .
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغو درېيو ماشومانو د معروف ولسوالۍ په خدرخېلو کلي کې د سړک پر غاړه خښ شوى ماين موندلى و، چې د راوېستو پر مهال ورباندې وچاودېد.
هغه زياته کړه، چې ماشومانو غوښتل پر دغه ماين لوبې وکړې، خو ورباندې وچاودېد او درې واړه يې ووژل.
د نوموړي په وينا، ماين د وسلوالو مخالفينو له خوا پر عامه لاره ځاى پر ځاى شوى و، ځکه د دولت ضد جګړه کې هغوى د سړک د غاړې له ماينونو ډېر کار اخلي.
فيصل وويل، چې د وسلوالو له خوا پر عامه لارو د ځاى پر ځاى شويو ماينونو د چاودنو له امله د امنيتي ځواکونو تر څنګ ډېره مرګ ژوبله ملکي وګړيو ته اوړي.
په معروف ولسوالۍ کې داسې مهال د ماين په چاودنه کې درې ماشومان وژل کېږي، چې دوه اوونۍ مخکې همدغې ولسوالۍ ته څېرمه په ارغستان ولسوالۍ کې هم د ماين چاودنو ٢٣ ملکي وګړيو ته مرګ ژوبله واړوله.
ديوه بل خبر له مخې، نن له غرمې مخکې دکندهار ښار د چارسو په څلور لاري کې يو پوليس ووژل شو .
جاوېد فيصل وايي ،چې دغه پوليس د دندې پر مهال پر تالاشۍ بوخت و ، چې ناپېژاندو موټرسايکل سپرو پرې ډزې وکړې او ويې واژه او وسلوال وتښتېدل.
هغه وايي ،چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن