کابل (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۳): د اسرائیلو په برید کې د یحیی سنوار ژوند بایللو راپورونو ته بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي، خو حماس تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلي.
د الجزیرې د راپور له مخې، تېره ورځ اسرائیلو ادعا وکړه چې د حماس غورځنګ مشر یحیی سنوار په غزه کې د هغوی په برید کې ژوند بایللی.
د ایران دولتي اژانس ایرنا تېره ورځ لیکلي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، اسراییلي چارواکو د دوی د ملي امنیت ډلې ته خبر ورکړی چې احتمالا یحیی سنوار د دوی په عملیاتو کې ژوند بایللی.
سرچینه وروسته لیکلي، بايډن ادعا کړې: «اوس د سنوار د ډياناې ازمایښتونو د هغه وژنه تایید کړه. دا د اسراییلو، امریکا او نړۍ لپاره یوه ښه ورځ ده.»
خو په ملګروملتونو کې د ایران دایمي استازولۍ نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «کله چې مسلمانان د جګړې په ډګر کې، شهید سنوار ته ګوري چې په جنګي جامو او خلاص ځای کې د دښمن مقابله کوي، دا به د مقاومت روحیه لا پیاوړې کړي.»
سرچینه زیاتوي: «سنوار به د فلسطین د ځوانانو او ماشومانو لپاره یوه نمونه شي چې د فلسطین د آزادۍ په لور پر مخ ځي؛ تر څو چې اشغال او یرغل موجود وي، مقاومت به دوام ولري.»
دغه راز، ازادي راډيو راپور ورکړی چې د لبنان حزبالله ویلي: «د اسراییل پر وړاندې به یوې نوې او پراخې مرحلې ته داخله شي.»
د ازادۍ راډيو د راپور له مخې، د اسرايیل د بهرنیو چارو وزیر اسرايیل ګاتڅ وايي، د سنوار ژوند بایلل به د پاتې یرغمل شویو احتمالي خلاصون ته زمینه برابره کړي.
حماس تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د روان کال د زمري په لسمه، تهران کې په یوه برید کې ژوند له لاسه ورکړ؛ تر هغه وروسته د همدې مياشتې په ۱۷مه حماس اعلان وکړ چې ۶۲ کلن یحیی سنوار یې د اسماعیل هنیه پر ځای د دغه غورځنګ د سیاسي دفتر مشر ټاکلی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP