ژبه

د عبدالرحمن پژواک د «زوی د افغانستان» کتاب مخکتنه وشوه

عبدالرحمن پژواک

توسط اباسین زهیر

اکتوبر 18, 2024 - 11:45 pm

Views: 286

کابل (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۳): د پژواک بنیاد له لوري په انلاین بڼه د افغانستان د یوه سیاسي او فرهنګي شخصیت عبدالرحمن پژواک «زوی د افغانستان» کتاب مخکتنه وشوه.

له عبدالرحمن پژاواک څخه مقالې، ناولونه، کیسې او ډېر چاپ شوي او ناچاپ شعرونه او اثار پاتې دي.

د مخکتنې په دغه انلاین پروګرام کې د عبدالرحمن پژواک د کورنۍ د غړو ترڅنګ د هېواد ګڼ شمېر مشهورو علمي څېرو، ليکوالانو، ژورنالېستانو او عامو خلکو په کې برخه اخیستې وه.

د پروګرام په پیل کې د عبدالرحمن پژواک لمسي فرهاد پژواک وویل چې په «زوی د افغانستان» کتاب کې د استاد پژواک خاطرې او یادښتونه را ټول شوي دي.

login or register a new account.