ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کندهار او هلمند سره د ٦٥ ميليون ډالرو د مرستې ژمنه وشوه

1 Nov 2011 - 17:13
1 Nov 2011 - 17:13

لښکرګاه (پژواک ١٠ لړم ٩٠): د امريکا سفير هلمند ته د يوه سفر په ترڅ کې د کندهار او هلمند له کرنې برخې سره د ٦٥ميليون ډالرو د مرستې ژمنه وکړه.

د هلمند والي محمدګلاب منګل د لړم په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د امريکا سفير راين کرآکر پرون دغه ولايت ته په يوه لنډ سفر راغلى و او وروسته ناوې ولسوالۍ ته وخوځېد.

هغه زياته کړه، چې کراکر په ناوې ولسوالۍ کې د بيارغونې له هغو پروژو ليدنه وکړه، چې د امريکا په مرسته يې چارې پيل شوي دي.

د ګلاب منګل په وينا، د امريكا سفير سربېر پر دې، چي له پروژو يې ليدنه وكړه، ژمنه يې وکړه، چې په راتلونكي كال كې به د كندهار او هلمند د کرنې له برخې سره د ۶۵ميليون ډالرو مرسته وکړي، خو دغه مرسته به ډېره هلمند ته ځانګړې شي.

نوموړى وايي، چې دغه پيسې به پر اصلاح شويو تخمونو، روزنيزو پروګرامونو، د سړو خونو په جوړلو او د پروسس پر فابريكو ولګول شي.

د هغه په وينا، له دې مخکې په ناوې لسوالۍ كې د امريكا د متحده ايالتونو له خوا ډېرې پروژې پلې شوې، چې د كرنې ترڅنګ د ولسوالۍ په بازار كې لسګونه دوکانونه جوړول، لمريزه برېښنا، له سيمه ييزې ادارې سره مرسته او نورې دې ته ورته پروژې شاملې دي.

 د هلمند والي وايي، چې دغه ډول مرستې به د کروندګرو ستونزې تر يوه بريده هوارې او د کوکنارو د کرلو مخنيوى به هم وشي.

نوموړي د كوكنارو د كر او قاچاق د مخنيوي په برخه كې د امريكا مرستې اغېزمنې وبللې او زياته يې کړه، چې په تېرو درېيو كلونو كې امريکا له ٣٠٠زره كروندګرو سره د اصلاح شوو تخمونه او كمياوي سرې مرسته کړې ده.

د هغه په وينا، چې له دې مرستې سره په دغه ولايت کې د كوكنارو په كر او قاچاق كې پنځوس سلنه كموالى راغلى دى.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version