ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فرانسې سفير د کندهار کرنيزو محصولاتو ته د بازار موندلو ژمنه وکړه

7 May 2014 - 20:35
7 May 2014 - 20:35

 کندهار (پژواک ١٧ غويى ٩٣): په هېواد کې د  فرانسې سفير کندهار ته په خپل سفر کې ژمنه وکړه، چې د دغه ولايت کرنيزو محصولاتو او مېوو ته به په بهر کې بازار پيدا کوي.

 د فرانسې سفير جين مايکل مارلوډ، د امريکا د ملکي چارو د استازي ايډوارډ الفورډ او په سوېل کې د يوناما له استازي ډاکټر سوکانيا موهنداس سره يو ځاى د غويي په ١٧مه کندهار ولايت ته سفر وکړ او دغلته يې د کندهار له والي ډاکټر توريالي ويسا او نورو مسوولينو وسره وکتل.

 ويسا د فرانسې سفير ته د کندهار په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې د دغه ولايت د خلکو اقتصاد لويه برخه کرنه جوړوي، خو ستونزه دا ده چې مېوې او محصولات يې وړ بازار نه لري.

 هغه زياته کړه، له همدې امله د کندهار کروندګر اړ دي، چې په خپلو ځمکو کوکنار او نور نشه يي توکي وکري، ځکه له اقتصادي پلوه ورته ګټور دي.

 د نوموړي په وينا، د هغوى هڅه دا ده چې د کندهار د کروندګرو او باغ لرونکو محصولاتو ته بازار پيدا کړي او په دې برخه کې نړيوالې مرستندويه ادارې ډېره مرسته کولاى شي.

 خو والي په مرستندويه ادارو نيوکه وکړه، چې پروژې په مرکز کې د خلکو له خوښې او اړتيا پرته ډيزاين او بيا پلي کوي.

 ويسا دغه راز په کندهار کې د هېواد په کچه د کرنې او معلوماتي ټکنالوژۍ د نوي پرانيستل شوي ملي پوهنتون لپاره هم د مرستو غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې په اوږد مهال کې به دغه پوهنتون د هېواد د کرنې د ودې په برخه کې ډېر ګټور ثابت شي.

 د فرانسې سفير جين مايکل مارلوډ ژمنه وکړه، چې د کندهار د کروندګرو او باغ لرونکو محصولاتو، په ځانګړي توګه انارو ته مارکېټ پيدا کوي.

 هغه وويل، کندهار ولايت هغوى ته ډېر مهم دى او هڅه کوي، په بېلابېلو برخو کې ورسره مرسته وکړي.

 مارلوډ دغه راز ژمنه وکړه، چې د کرنې او ټکنالوژۍ له ملي پوهنتون سره به هم مرسته کوي، ترڅو محصلين په کې په لوړ معيار زده کړې وکړي.

 د يو بل خبر له مخې، په کندهار کې د ايران کونسل د افغانستان او ايران د سوداګرو تر منځ د اړيکو پر پياوړتيا ټينګار وکړ او ويې ويل، چې هېواد يې اوس افغانانو ته د ويزې په ورکړه کې د ځنډ ستونزه هم هواره کړې ده.

 ايراني کونسل حميد رضا کريمي، دغه څرګندونې د کندهار له والي ډاکټر توريالي ويسا سره په ليدنه کې وکړې.

 کريمي وويل، تر دې وړاندې خلکو شکايت کاوه چې ايران هېواد ورته په ځنډ ويزه ورکوي، خو اوس يې دا ستونزه هواره کړې ده او افغانان کولاى شي په اسانۍ سره ويزه تر لاسه کړي.

 هغه زياته کړه، افغانستان او ايران تل له يو بل سره ښې اړيکې لرلې دي او اوس يې هم هڅه دا ده، چې دغه اړيکې نورې هم نږدې او دوستانه شي.

 نوموړي په بدخشان ولايت کې د ځمکې ښويېدنې په پېښه کې د ګڼ شمېر افغانانو پر مړينه هم خواشيني وښودله او خبر يې ورکړ، چې هېواد به يې ډېر ژر د بدخشان تر زيانمنو مرستې ورسوي.

 هغه دغه راز د کندهار له والي څخه هم وغوښتل، چې د شپږو افغان سوداګرو په ملتيا دې دغه هېواد ته سفر وکړي، ترڅو هلته د کرنۍ له سيسټم او ودانيزو چارو ليدنه وکړي.

 نوموړي د افغان او ايراني سوداګرو تر منځ پر ښو اړيکو ټينګار وکړ او ويې ويل، چې په دې توګه به د سوداګرو تر منځ راشه درشه نوره هم زياته شي.

 د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا وويل، په يوه فرصت کې به ايران ته سفر کوي، تر څو د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې نورې هم پياوړې شي.

 هغه په کندهار کې د ايران له کونسل څخه مننه وکړه، چې افغانانو ته يې د ويزې په ورکړه کې اسانتياوې راوستلې دي.

 

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version