ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د المان سفير کندهار سره پوهنه کې د مرستې ژمنه کړې

21 May 2014 - 18:59
21 May 2014 - 18:59

کندهار ښار (پژواک، ٣١غويى٩٣): په افغانستان کې د جرمني سفير مارتين ياګر، کندهار ته په خپل سفر کې له خلکو سره ژمنه وکړه چې په تعليمي او امنيتي برخو مرسته وکړي.

ياګر نن له خپل بل همکار مارټن لوريز سره چې د سفارت سلاکار دى کندهار ته راغلى وو او له والي توريالي ويسا سره او د پوهنې د رييس په ګډون له يو شمېر امنيتي او چارواکو سره وکتل.

خبرپاڼه د سفير په حواله ليکي چې، المان د افغانستان په شمالي ولايتونو کي ډېري پرمختيايي پروژې پلي کړي او اوس پلان لري چي له کندهار سره په تعليمي برخه کي هر اړخيزه مرسته وکړي.

ياګر ويلي چې په دې وروستيو کي د کندهار امنيت ښه شوى او دوى ته د پرمختيايي پروژو د پلي کېدو زمينه برابره شوې ده.

اعلاميه ليکي چې الماني سفير ژمنه کړې چې لومړى د کندهار مېخانيکي لېسه فعاله کړي او د امکان تر حده يې اړتياوي او نيمګړتياوي پوره کړي.

د کندهار ميخانيکي ليسه چې د المان او افغانستان د دوستۍ بېلګه وه د تېرو جګړو له امله تخريب شوى دى.

ياګر ويلي: “ځيني کسان له لري دا فکر کوي چي کندهار ناامنه ولايت دى، خو دا سې نه ده، که سړى کندهار له نژدې وويني، کندهار ډېر پرمختګ کړى، په خاص ډول يې امنيت ډېر ښه شوى دى. کندهار ته مي د راتګ هدف دا دى چي له کندهار سره د مرستو په برخه کي د دغه ولايت د والي نظر واورم او دا معلومه کړم چي دغه ولايت په کومو برخو کي او څه ډول مرستو ته اړتيا لري.”

د المان سفير ويلي چې هېواد يې يوازي شمالي ولايتونو ته نه، بلکي له ټول افغانستان سره مرستو ته ژمن دى.

ياګر زياتوي چې المان هرکال د افغانستان د پرمختيايي پروژو لپاره ٤٣٠ ميليونه يورو بېلوي، چي ١٨٠ميليونه يورو يوازي د امنيت په برخه کي لګېږي، خو دا ځل به کندهار او جنوبي حوزې ته ځانګړې پاملرنه کوي او له دې بوديجې څخه به د کندهار لپاره ځانګړې برخه بېلوي.

کندهار والي توريالي ويسا د المان د سفير د مرستو د ژمنې هرکلى وکړ او ويې ويل چې کندهار تر ټولو وړاندي د زده کړي په برخه کي مرستو ته اړتيا لري.

خبرپاڼه د ويسا له خولې ليکي چې پخوا کندهار ښه معلمان، ډاکټران، انجنيران او په بېلابېلو تعليمي برخو کې روزل شوي کسان درلودل، خو د تېرو درې لسيزو جګړو له امله کندهار په تعليمي برخه کې ډېر زيان ليدلى دى.

نوموړي له الماني سفير څخه غوښتنه وکړه چې د کندهار د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون ته په خپلو همکاريو او مرستو کې لومړيتوب ورکړي.

Views: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version