ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو درې مياشتو کې د پکتيکا امنيت ښه وبلل شو

7 Nov 2011 - 12:55
7 Nov 2011 - 12:55

ښرنه ( پژواک ١٦ لړم٩٠)) : د پکتيکا ځينې اوسېدونکي اودولتي چارواکي په داسې حال کې په تېرو درېيو مياشتوکې ددې ولايت امنيتي وضعيت تر پخوا ښه بولي ، چې اوس هم په دې ولايت کې د ناامنۍ ګڼې پېښې رامنځته کېږي.

د پکتيکاولايت داورګون ولسوالۍ قومي مشر او ددې ولايت د سولې د شورا مرستيال حاجي ابراهيم پژواک ته وويل چې په دې وروستيوکې د پکتيکاپه امنيتي وضعيت کې د پام وړ مثبت بدلون راغلى دى.

د نوموړي په خبره، پخوابه په دې ولايت کې ډېرې نښتې،چاودنې اوعمليات ترسره کېدل ، خو اوس په کې تر ډېره بريده امنيتي وضعيت ښه شوى دى.

حاجي ابراهيم په پکتيکا کې د امنيت د ښه والي لامل د امنيتي ځواکونو د شمېر زياتوالي،د سولې خبرې اترې او ددولت او نړيوالو ځواکونو ترمنځ همغږي بولي.

په ښرنه کې مېشت قومي مشر حاجي عبدالعزيز هم له پژواک سره په خبرو کې په دې ولايت کې د امنيتي وضعې ښه والى تاييد کړ .

نوموړي زياته کړه چې که څه هم چې د پکتيکاامنيتي وضعيت ښه شوى، خو د رغونې چارې په کې ټکنۍ دي او بيا هم مرکز د پخوا په څېر دغه ولايت له پامه غورځولى دى.

عبدالعزيز د پکتيکاد امنيت د ښه والي لوى لامل د پوليسو او ملي اردو مسلکي کېدل ،ددولت او ولس ترمنځ د فاصلو راکمېدل اوپرګاونډي هيواد پاکستان د نړيوالې ټولنې د فشارډېرښت وښود .

نوموړي زياته کړه دا چې اوس په پکتيکاکې امنيت ښه شوى ، نو دولت اونړيواله ټولنه بايد په پکتيکا کې د رغونې کارونه نورهم زيات کړي، ترڅو د ولس او دولت ترمنځ نورې هم فاصلې راکمې شي.

د سروبي ولسوالۍ قاضي سعيد هم پژواک ته وويل چې که څه هم دپکتيکاولايت په ډېرو ولسواليوکې امنيت ښه شوى، خو يوشمېر ولسوالۍ اوس هم داسې شته، چې وخت ناوخته په کې د وسلوالوطالبانو ،دولت او ناټو ترمنځ نښتې کېږي.

نوموړي د هوا سوړوالى ،ددولتي ځواکونو ډېروالى اوپياوړتيا دامنيت دښه والي لامل بولي.

په سيمه کې د حزب اسلامي پخوانى جهادي قوماندان محمديار شهيد وايي چې يوه جنګي ډله هغه وخت کمزورې کېږي، چې په ولس کې ملاتړ له لاسه ورکړي.؛ اکمالوونکي يې تر نيوکو اوفشار لاندې وي اوخپلې مرستې پرې وځنډوي.

د نوموړي په خبره ،په دې وروستيوکې دافغان دولت اونړيوالي ټولنې له لوري پرپاکستان اودحقاني په شبکه د فشار زياتوالي دلته دامنيتي وضعيت د ښه والي لامل ګرځېدلي دي.

هغه دا هم وويل چې پکتيکا دګاونډي هيواد پاکستان له وزيرستان اوبلوچستان سره اوږده پوله لري او پردې پوله دافغان او ناټوځواکونو د شمېر زياتوالي هم ددې ولايت امنيت ښه کړى دى.

محمديارشهيد، په دولتي ادارو کې فساد ددې ولايت د چارواکيولپاره اوس هم لوى ګواښ بولي او وايي چې که اداري فساد همداسې دوام وکړي، نوکيداى شي چې ددولت اوخلکو ترمنځ نورهم واټن زيات اويوځل بيا امنيتي ستونزې راپيدا شي.

په پکتيکاکې د ازادو خبريالانو د ټولنې مشرمحمدياسين ياسين هم پژواک ته وويل چې پخوا به هره ورځ دوى له دې ولايت څخه دنښتو،چاودنو اوعملياتو راپورونه ورکول ، چې ډېرى وخت به ملکي وګړيوته هم په کې زيانونه اوښتل.

دنوموړي په خبره، خو اوس په تېرو درېيو مياشتوکې خبريالان ډېرکم توانيدلي ، چې د ناامنۍ خبر ترلاسه کړي.

هغه زياتوي چې له دې څخه داسې برېښي، چې په پکتيکا کې امنيتي وضعيت مخ پرښه کېدو دى.

نوموړي دامنيتي وضعيت دښه کېدو لوى لاملونه پرلويولارو اوکليوکې دامنيتي پوستو زياتوالى ، په سيمه کې د ميوند دعملياتو ترسره کېدل اود طالبانو ځپل ياد کړل.

په ولسي جرګه کې د پکتيکا استازې ناجيه بابکرخېل اورګونوال هم له تېرو درېيو مياشتو راهيسې په دغه ولايت کې د امنيتي حالاتو ښه والى تاييدوي .

هغې پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې وروسته تر هغه په دې ولايت کې امنيتي حالات ښه شول ، چې د کورنيو چارو وزارت دې ولايت ته سيمه ييز پوليس ورکړل .

اورګونوال زياتوي :((موږ لاړو د کورنيو چارو وزارت سره مو خبرې وکړې ، چې محلي پوليس راکړي ، هغوى هم زموږ خبره ومنله او اوس امنيتي حالات ښه دي .))

دې زياته کړه ، چې درې مياشتې مخکې د پکتيکا له مرکز ښرنې څخه ولسواليو ته د دولتي مقاماتو او خلک تګ ډير زيات ستونزمن و .

هغې وويل ، سره له دى ، چې اوس د ولسواليو په لارو کې د تګ پرمهال ستونزې نشته ، دولتي مسوولين کولاى شي ، چې ولسواليو ته لاړ او شپې پکې تيرې کړي .

اورګونوال دا هم وويل ، چې د سيمې خلک هم ډير زيات د امنيت په ټينګښت کې له سيمه ييزو پوليسو سره مرستې کوي .

د پکتيکا امنيه قوماندان دولت خان ځدراڼ هم په پکتيکاکې دامنيتي وضعې د ښه کېدو خبر ورکوي .

هغه پژواک ته وويل چې په پکتيکاکې دپوليسو په شمېرکې زياتوالي اومسلکيتوب او ديوشمېر نورو امنيتي ادارو د ساتونکو زياتوالي اودهغوى ترمنځ همغږي دامنيت د ښه والي لامل شوى .

نوموړي زياته کړه چې له کومه وخته په پکتيکاکې دپوليسو اکاډمي فعاله شوې ده ، نو دوه زره يوسلودېرش تنه پوليس يې له مسلکي زده کړو فارغ شوي اودغه پوليس په مرکز اوبيلابېلو ولسواليوکې پردندو ګومارل شوي دي.

امنيه قوماندان داهم وويل چې ددې ترڅنګ په يوشمېر ولسواليوکې د سيمه ييزو پوليسو جوړولو هم دامنيت په ټينګښت مهم رول لوبولى دى.

د پکتيکاوالي محب الله صميم پژواک ته وويل چې پکتيکاته د راتلو پرمهال يې ويلي و چې له يوشمېر نورو موخو سره سره به په پکتيکاکې ددولت اوناټو ترمنځ همغږۍ او دعملياتو پرمهال دملکي وګړيو د مرګ ژوبلې مخنيوى کوي.

د صميم په خبره، دوى ددې موخې په لاسته راوړلوکې بريالي شوي دي .

د هغه په وينا، په تېريونيم کال کې د يادو ارګانونو ترمنځ قوي همغږي رامنځ ته شوې اودغه همغږي په پکتيکاکې دامنيت دښه والي اودملکي وګړيو دمرګ ژوبلې دمخنيوي لوي لامل شوى دى.

نوموړي په ټينګار وويل چې په تېريونيم کال کې دعملياتو پرمهال هيڅ يوه ملګي وګړي ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دولتي چارواکي او د نظرخاوندان په داسي حال کې په پکتيکا کې د امنيت د ښه کېدو خبر ورکوي، چې لا اوس هم په يوشمېر ولسواليو کې دښوونځيو دروازې د زده کوونکيو پرمخ تړلې دي او له دې ولايت څخه د ناامنۍ ګڼ خبرونه ترلاسه شوي دي .

که څه هم چارواکي ددې ښوونځيو د تړل کېدو لامل ناامني نه، بلکې د ښوونکيو د معاشونو په سر د پوهنې رياست د چارواکيو او ښوونکيو ترمنځ شخړه او دمعاشونو ځنډ بولي.

دغه راز دوه ورځې مخکې ( دلړم په لسمه ) په پکتيکا کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې يو وسلوال طالب وژل شوى او درې نور ژوندي نيول شوي و.
د روان لمريز کال د تلې په ۳مه هم په پکتيکا کې د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کې دوه پوليس او دوه عام وګړي وژل شوي و.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version