ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ميدان وردګو کې پنځه وسلوال ونيول شول

7 Nov 2011 - 14:13
7 Nov 2011 - 14:13

ميدان ښار (پژواک، ١٦لړم ٩٠) : د ميدان وردګو ولايت چارواکي وايي چې ګډو ځواکونو تېره شپه ددغه ولايت په نرخ ولسوالۍ کې پنځه وسلوال ژوندي نيولي دي .
د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد د لړم په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا ١٢بجې ګډو ځواکونو د نرخ ولسوالۍ په ده خرقه سيمه د کره معلوماتو په اساس عمليات تر سره کړل ، چې په ترڅ کې يې دعيسى خان په نامه د طالبانو د يوه سرګروپ په ګډون پنځه وسلوال ونيول .
ده زياته کړه چې دغو کسانو په افغان او بهرنيو ځواکونو د بريد پلان جوړاوه ، چې له وسلو سره ونيول شول .
د نوموړي په خبره ، چې د عملياتو پرمهال نښته نه ده شوې ، او نه هم چا ته زيان اوښتى دى .
د شاهد د معلوماتو په اساس ، ياد کسان اوس له بهرنيو ځواکونو سره دي او ددوى د فعاليت په اړه ترې پوښتنې روانې دي.
بلخوا د نرخ ولسوال حنيف حنفي ياد عمليات تاييد کړل .
هغه پژواک ته وويل چې ددوى د معلوماتو په اساس ، په دې عملياتو ګډو ځواکونو څلور تنه وسلوال ، چې په طالبانو پورې اړوند و ، نيولي دي .
نوموړي وويل چې د عملياتو پرمهال عامو خلکو ته هيڅ زيان نه دى اوښتى .
خو د نرخ ولسوالۍ يوتن اوسېدونکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې دغه عمليات تېره شپه شاوخوا ١٢بجې پيل او د سهار تر پنځو بجو پورې يې دوام وکړ .
دغه تن وويل چې په دې عملياتو کې اته تنه، چې په وسلوالو طالبانو پورې اړوند او د ده خرقې د کلي اوسېدونکي وو ، له وسلو سره نيول شوي دي .
هغه زياته کړه چې په نيول شويو کسانو کې يو پلار له دوو وسلوالو زامنو سره هم نيول شوى دى .
ايساف ځواکونو او وسلوالو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version