ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ميدان وردګو کې څلور وسلوال طالبان ووژل شول

17 Sep 2012 - 12:20
17 Sep 2012 - 12:20

کابل (پژواک ٢٧ وږى ٩١): د ميدان وردګو ولايت چارواکي وايي، چې تېره شپه ګډو ځواکونو څلور وسلوال طالبان وژلي او شپږ وسلوال غله يې ټپيان کړي دي.
د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد د وږي په ٢٧مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه يوه بجه ګډو ځواکونو د سيداباد ولسوالۍ په باغک سيمه کې پر وسلوالو بريد وکړ.
ده وويل، چې په دغه بريد کې څلور وسلوال طالبان وژل شوي او يو بل ټپي دى.
شاهد زياته کړه، له يادو کسانو، چې جسدونه يې د پېښې په ځاى کې تر سهار مهال پورې پراته و ،وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
د ده په خبره، چې په دغو عملياتو ته ملکي کسانو او ګډو ځواکونو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى.
دغه راز نوموړي زياته کړه، چې تېره شپه امنيتي ځواکونو شپږ وسلوال غله، چې دوه موټر يې تښتولي وو، د سيداباد په کج کلا سيمه ټپيان او ياد موټر هم امنيتي ځواکونو ترلاسه کړل.
د هغه په وينا، څوارلس غله د کابل–کندهار لارې ته راوتلي وو، چې امنيتي ځواکونو پرې بريد وکړ، نورو غلو خپل ټپي ملګري له ځان سره لېږدولي دي.
د سيداباد ولسوال ډاکټر مسلم هم يادې پېښې تاييدوي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په وژل شوو وسلوالو طالبانو کې د ملا رشيد په نوم د دوى يو قوماندان هم شامل دى.
د ده په خبره، چې ياد څلور وسلوال طالبان د وردګو اوسېدونکي دي او دغه راز د ملکي خان په نامه يو وسلوال طالب ګډو ځواکونو له ځان سره بيولى دى.
ولسوال وويل، چې همدارنګه ياد وسلوال غله چې د امنيتي ځواکونو له خوا ټپيان شوي وو، له دوى څخه يو کرولا او يو بل هغه موټر، چې له خلکو يې غلا کړي وو، ترلاسه شوي دي.
همدارنګه په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر هم ويلي، چې په سيداباد کې د ملا رشيد په ګډون څلور تنه وژل شوي دي.
سرچينې زياته کړې، چې لومړى د ملا رشيد او د ملګرو ځاى په نښه او وروسته يې پرې عمليات ترسره شول.
که څه هم چې تر اوسه پورې وسلوالو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي، خو په جلريز ولسوالۍ کې يې د دوو اربيکانو د وژلو او د ملي اردو د دوو سرتېرو د ټپي کېدو ادعا کړې ده.
تېره ورځ هم د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې د تندر په نوم د پيل شوو عملياتو په ترڅ کې د دوو پاکستانيو په ګډون اته وسلوال وژل شوي او پنځه نور ټپيان وو، خو وسلوالو طالبانو د دولت دغه خبره رد کړې وه.
د يادونې ده، چې له تېرې اونۍ راهيسې د ميدان وردګو په جلريز، ميدان ښار، نرخ، سيداباد او چک ولسواليو کې په وقفه يي ډول د امنيتي ځواکونو له خوا د تندر په نوم عمليات پيل شوي، چې په کې په بېلابېلو سيمو کې وسلوالو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکړل شوى دى.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version