ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شپږ طالبان وژل شوي او څلور تنه شکمن ونيول شول

5 Apr 2012 - 16:02
5 Apr 2012 - 16:02

ميدان ښار-کلات (پژواک ١٧ ورى ٩١): چارواکي وايي، چې په بېلابېلو پېښو کې د عملياتو پر مهال شپږ وسلوال طالبان وژل شوي او د درېيو شکمنو په ګډون اوه نيول شوي دي.

په غزني کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا قوماندان جنرال داوود شاه وفادار پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار د غزني د خوګياڼو ولسوالۍ د خشک په سيمه کې د ملي اردو سرتېرو په مخامخ نښته کې پنځه وسلوال طالبان وژلي او يو يې ټپي کړى دى.

د ده په خبره، نښته هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د ملي اردو ځواکونو په ياده سيمه کې عمليات ترسره کول.

نوموړي زياته کړه، چې په دې پېښه کې د ملي اردو سرتېرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، د ميدان وردګو د سيداباد ولسوال ډاکټر فضل کريم مسلم د وري په ١٧مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د سيداباد ولسوالۍ اړوند د شنيز په سيمه کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې يو وسلوال طالب وژل شوى او څلور نور نيول شوي دي.

د هغه په وينا، د عملياتو پر مهال، چې کله ياد څلور تنه ونيول شول، يوه وسلوال د تښتې هڅه وکړه او ګډو ځواکونو پرې ډزې وکړې او ووژل شو.

نوموړي زياته کړه، چې د عملياتو پر مهال يو شمېر وسلې او مهمات هم د ګډو ځواکونو لاس ته ورغلي، خو کره اندازه يې په ډاګه نه کړه.

وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

دغه راز تېر ماښام د سيداباد ولسوالۍ په کولۍ سيمه کې وسلوالو غلو يو کرولا ډوله موټر له سپرلۍ سره وتښتاوه، چې وروسته د پوليسو له خوا غله ونيول شول.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې موټر چلوونکى د وسلوالو غلو له خوا په خنجر وهل شوى او دغه مهال د ميدان ښار په ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې دى.

د هغه په وينا، نيول شوي وسلوال غله دغه مهال د ميدان وردګو په امنيه قوماندانۍ کې تر پوښتنو او ګروېږنو لاندې دي او يرغمل شوي سپرلي د غلو له منګولو خلاص شوي دي.

د زابل ولايت چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په شهر صفا ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو له خوا په ترسره شوو عملياتو کې درې شکمن وسلوال طالبان او يوه اندازه وسلې نيول شوې دي.

د شهر صفا ولسوال ښادي خان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات تېره شپه د شهر صفا په ملنګي سيمه کې شوي دي.

د هغه په وينا، د نيول شوو کسانو په اړه تر اوسه کره معلومات نه لري، خو ګومان کېږي، چې په ترهګريزو کړنو کې يې لاس درلود.

نوموړي زياته کړه، چې امنيتي ځواکونو د عملياتو پر مهال يوه اندازه وسلې او مهمات هم تر لاسه کړي دي.

په زابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر هم دغه پېښه منلې او وايي، چې په يادو عملياتو کې يې دوه شکمن وسلوال نيولي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version