ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوديزې لويې جرګې ته کلک امنيتي تدابير نيول شوي

8 Nov 2011 - 09:07
8 Nov 2011 - 09:07

کابل (پژواک١٧ لړم ٩٠): د کورنيو چارو وزارت د دودېزې لويې جرګې د جوړېدو په ورځو کې له کلکو امنيتي تدبېرونو په داسې حال کې خبر ورکوي، چې وسله والو طالبانو ګواښ کړى، چې د دې جرګې ګډونوال به د دوى له سخت غبرګون سره مخ شي.

ټاکل شوې دودېزه لويه جرګه د روان کال د لړم په ٢٥مه، د ټول هېواد د دوو زرو تنو په ګډون، چې ٢٥سلنه به يې ښځې وي، جوړه او څلور ورځې به دوام ومومي.

په دې جرګه کې به، چې د کابل پول تخنيک ته نژدې د لويې جرګې په خېمه کې جوړيږي، د امريکا او افغانستان د ستراتيژيکو اړيکو او په هېوادکې د سولې د ميکانيزم په اړه خبرې اترې ترسره کېږي.

د کورنيو چارو وزارت وياند غلام صديق صديقى پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دوديزې لويې جرګې د جوړېدو لپاره کلک امنيتي تدبيرونه نيول شوي دي.

هغه وويل، چې د لا زياتو امنيتي تدبيرونو لپاره د دودېزې لويې جرګې د جوړېدو په ورځو کې به پوليس د کابل ښار په ټولو سترو لارو کې فزيکي شتون ولري.

صديقي وويل، چې د کابل ښار په ټولو سيمو کې په تېره بيا د دوديزې لويې جرګې د جوړېدو په وخت کې به پوليس له نورو امنيتي ځواکونو سره توظيف شي.

د کورنيو چارو د وزارت وياند د خلکو همکاري اړينه او مهمه وګڼله او زياته يې کړه، چې له امنيتي ځواکونو سره د خلکو همکاري کولاى شي د خلکو د امنيت د خوندي کولو په لاره کې مهم رول ولري.

صديقي له کابل ښاريانو وغوښتل، تر څو د شکمنو موادو يا افرادو د ليدو په صورت کې امنيتي ځواکونو ته خبر ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې وسله والو طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ګواښ کړى، هغه څوک چې په دې جرګه کې ګډون وکړي، د دوى له خوابه تعقيب او له جدي غبرګون سره به مخ شي.

طالبانو په خپله اعلاميه کې ګواښ کړى، چې د دې جرګې جوړوونکي، ګډونوال او رابلونکي، چې په هر ځاى کې وي، تر بريد لاندې به يې نيسي.

هغوى دا لويه جرګه ناجايزه ګڼي او وايي، چې د افغانستان حکومت غواړي له لويې جرګې څخه په غلطې استفادې سره د امريکايي ځواکونو د دايمي حضور لپاره په اصطلاح قانوني لاره پيدا کړي.

همدارنګه د ډاکتر عبدالله په مشرۍ د تغييراو اميد ايتلاف (دحکومت سياسي اپوزيسيون) د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د اعلام شوې لويې جرګې جوړېدل د اساسي قانون له حکم سره په خلاف او حقوقي بنسټ نه لري.

په دې څلور ماده ييزه اعلاميه کې ويل شوي: “د ملي شورا په شتون کې د لويې جرګې جوړښت د ټاکل شويو بنسټونو ونډه تر اغېز لاندې راولي او دغسې فرمايشي جرګو ته د ملي مسايلو سپارل، پر قانوني بنسټونو او د قانون پر حاکميت د خلکو د بې باورۍ سبب ګرځي. “

 په دغې اعلاميه کې راغلي، چې ملي ايتلاف د دودېزې لويې جرګې پرېکړې له دې امله، چې جرګه قانوني بسټ او د هغې د جوړېدو موخې او انګېزې رڼې نه دي، بې باوره او غير الزامي بولي.

خو خلک له امنيتي ځواکونو غواړي، چې د دودېزې لويې جرګې په ورځو کې دي کلک امنيتي تدبېرونه ونيسي.

د کابل ښار د تايمنيو په څلورلارې کې يوه ګرځنده پلورونکي وويل، چې د دولت وسله وال مخالفين تل هڅه کوي، چې په ملي ورځو او يا ملي مناسبتونو کې هېواد بې نظمه کړي، بايد امنيتي ځواکونه وېښ وي او د هغوى فعاليتونه شنډ کړي.

دغه ګرځنده پلورونکي وويل، چې کابل ښاريان د طالبانو د وسله والو او ځانمرګو بريدونو له امله وېره لري؛ ځکه له امله يې عام خلک قرباني کېږي.

هغه زياته کړه: ((له دې امله، چې امنيتي ځواکونه په ډېره زړوړتيا، ځانمرګي بريد کوونکي له منځه وړي، د قدر وړ دي.))

د کابل ښار بل اوسېدونکي محمدرفيع، دودېزه لويه جرګه مهمه وبلله، او ويې ويل، چې بايد چا ته اجازه ورنه کړل شي، چې دغه ډول پروګرامونه خراب کړي.

هغه زياته کړه، چې په دودېزه لويه جرګه کې زيات شمېر مشران، دولتي او غير دولتي لوړپوړې چارواکي د هېواد له ګوډ گوډ نه برخه اخلي او په مهمه موضوع خبرې کوي؛ ځکه نو بايد امنيتي ځواکونه د امنيت په ټينگښت کې هڅه وکړي.

په همدې بڼه د کورنيو چارو وزارت وياند وايي، چې د دولت وسله وال مخالفين د هر هغه پروګرام مخالف دي، چې د خلکو په غوښتنه وي او دغه ځل هم له دودېزې لويې جرګې سره مخالفت کوي او د دې جرګې ګډونوالو ته يې ګواښونه کړي دي.

صديقي وويل: ((طالبان د دولت د هر سياسي او ملي پروګرام پر وړاندې ودريږي، خو په مقابل کې يې د کابل پوليس، سره له نورو امنيتي ارګانونو د خلکو په خدمت کې دي.))

هغه زياته کړه، امنيتي ځواکونه به هڅه وکړي، چې د دولت د مخالفينو هر ډول فعاليت چې د دودېزې لويې جرګې د اخلال سبب کېږي، شنډ او مخه يې ونيسي.

د دوديزې لويې جرګې جوړوونکي وايي، چې يو شمېر ګډونوال به له ځان سره خاصه اجنډا ولري، چې خبرې به پرې وشي.

د دې جرګې د تياريو د کمېسيون وياندې مېرمن صفيې صديقي پژواک ته ويلي و، چې د افغانستان او امريکا پر ستراتيژيکو اړيکو او د سولې پر ميکانيزم سربېره، ګډونوال به د جرګې تر جوړښت څلور ورځې وړاندې کابل ته راشي، څو د ناستې په اړه هغوى ته معلومات ورکړل شي.

د دې د معلوماتو له مخېو په دې جرګه کې به د ملي شورا ټول اوسني او ځيني پخواني غړي، د ولايتي شورا ګانو٣٠ سلنه غړي، د خصوصي سکتور او مدني ټولنې، معيوبينو او معلولينو ځيني استازي، ديني علما او پېژندل شوې څېرې ګډون وکړي.

په ياده جرګه کې به ١٢٠ تنه په پاکستان کې د مېشتو افغان مهاجرو، ٨٠ تنه په ايران کې د مېشتو افغان مهاجرو او٣٠ تنه به په اروپايې هېوادونو، امريکا او کاناډا کې د مېشتو افغان مهاجرو په استازي توب ګډون وکړي.

 د امريکا او افغانستان ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو سند د روان کال په سر کې د امريکا له لوري افغانستان ته وسپارل شو او افغانستان دغه سند له ځينو شرايطو سره بېرته امريکا ته وسپاره.

د افغانستان خپلواکي، ثبات، امنيت او د افغاني ځواکونو تجهيز د افغانستان د حکومت له شرايطو څخه دي.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version