ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نن کمېټې خپل وړانديزونه او نظرونه دوديزې جرګې ته وړاندې کوي

19 Nov 2011 - 11:42
19 Nov 2011 - 11:42

کابل (پژواک ٢٨ لړم ٩٠): د دودېزې لويې جرګې د دارلانشاءرياست د ټولو کمېټو نظرونه را غونډ کړي او د هغو غورچاڼ يې ځانګړې غوندې ته وړاندي کړى دى.

د دوديزې لويې جرګې رييس حضرت صبغت الله مجددي، د دې جرګې د څلورمې ورځې په پرانيستونکې غونډه کې نن (د لړم ٢٨مه) وويل، چې د دوديزې لويې جرګې کمېټو، په تېرو درېيو ورځو کې خپل نظرونه په ازادانه او مخلصانه ډول مطرح کړل.

هغه زياته کړه، چې د جرګې د دارلانشاء رياست وکولاى شول د کمېټو ټول نظرونه راټول کړي او د هغو لنډيز يې تېره شپه په ځانګړې غونډه کې ولوست او د کمېټو ټول نظريات په هغه کې ځاى شوي دي.

د دودېزې لويې جرګې رييس د کمېټو د نظرونو په اړه توضيح ورنه کړه او زياته يې کړه، چې ټاکل شوې نن د هرې کمېټې رييس، له افغانستان سره د امريکا د ستراتيژيک تړون د لاسليکولو د څرنګوالي او د دولت له وسله والو مخالفينو سره د خپلې کمېټې نظرونه او وړانديزونه، عمومي غونډې ته وړاندې کړي.

مجددي د جرګې په ورځو کې د امنيت د تامين له امله د هېواد له امنيتي ځواکونو قدردانى وکړ او ويې ويل، چې دغه درې وځې، چې جرګې دوام درلود، په سلامتۍ او په ډېره ښه بڼه پاى ته ورسېده.

هغه زياته کړه: “دښمنانو څومره چې کولاى شول، له هرې خوا يې هڅه وکړه، چې جرگه ګډوډه کړي، خو بريالي نه شول او يو شمېر يې ونيول شول.”

مجددي زياته کړه، چې لويه جرګه د خداى پاک په مرسته او توفيق او د امنيتي ځواکونو او ملت په همکارۍ او دا چې د کابل اوسېدونکو ډېره همکاري وکړه، تر اوسه ډېره ښه تېره شوې ده.

د لويې جرګې رييس زياته کړه: “سره له دې چې وسلوالو مخالفينو ګواښ کړى و، چې په لويه جرګه کې به ګډونوال وژني، خو د دې جرګې غړي په قوي عقېدې، شهامت، غيرت او جرئت خپل کار ته دوام ورکړ.”

له دې مخکې، وسلوالو طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ګواښ کړى وو، چې د دودېزې لويې جرګې ګډونوال به هرچېرته چې وي، تر بريد لاندي ونيسي.

که څه هم دوه ورځې مخکې، د دودېزې لويې جرګې د غونډې ځاى ته د نږدې سيمې په ګډون، پر کابل ښار دوه راکټونه ولګېدل او يوتن ټپي شو، خو امنيتي ځواکونو په هماغه ورځ د هغې د عامل د نيولو خبر ورکړ.

Views: 139

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version