ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاري کمېټو په هېواد کې د بهرنيو اډو له جوړېدو سره مخالفت ونه کړ

19 Nov 2011 - 16:02
19 Nov 2011 - 16:02

کابل (پژواک ٢٨ لړم ٩٠): دېرشو کاري کمېټو نن خپل نظريات او وړانديزونه له امريکا سره د ستراتيژيک تړون له څرنګوالي او د دولت له وسله والو مخالفينو سره د سولې په اړه له مخالفت پرته، د دوديزي لويې جرګې عمومي غونډې ته وړاندي کړل، خو ځيني نور نظريات او وړانديزونه يې هم درلودل.

په ټوليزه توګه د لويې جرګې غړي په ٤٠ کمېټو وېشل شوي، چې له نن (د لړم ٢٨مه) سهار څخه تر غرمې پورې ٣٠ کمېټو خپل نظرونه او وړانديزونه وړاندې کړل.

ولسمشر حامد کرزي د لړم په ٢٥مه نېټه په دې جرګه کې په خپله پرانيستونکې وينا کې د افغانستان د خپلواکۍ، ملي حاکميت، ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې، د مرستو د زياتوالي او د افغانستان د حکومت له لارې د هغو د لګښت، د بهرنيو ځواکونو له خوا د شپې د عملياتو او تلاشيو او له دولت سره د موازي ادارو د جوړښت بندېدل ياد کړل.

په همدې توګه هغه زياته کړه، چې بهرني زندانونه بايد په افغانستان کې بند شي او د هغو بنديان دې د افغانستان حکومت ته وسپارل شي.

حامد کرزي د لويې جرګې له ګډونوالو غوښتې وو، چې په دغو دوو موضوع ګانو دې بحث وکړي او خپلې مشورې دې وړاندې کړي.

هغه مشورې چې نن د د کمېټو له خوا وړاندې شوې، تر ډېره د ولسمشر کرزي له خبرو سره ورته وې او هغوى ويل، چې په اوسنيو شرايطو کې د دغه سند لاسليک يوه بنسټيز اړتيا ګڼل کېږي.

ډېرى کمېټو ويل، چې بايد په افغانستان کې امريکايي زندانونه وتړل شي، افغاني بنديان دې د افغانستان دولت ته وسپارل شي، د شپي عمليات د افغاني پوځي ځواکونو له خوا بايد ترسره شي.

همدارنګه هغوى ويل، چې بايد امريکا په افغانستان کې د بنسټونو پياوړي کولو او د افغان ځواکونو سمبالښت ته ځانګړې پاملرنه وکړي، له افغانستان سره د بهرنيو ځواکونو د مداخلو په پاى ته رسولو کې مرسته وکړي، او د پولو په ساتنه کې دې له افغان پوځي ځواکونو سره مرسته وکړي.

خو يو شمېر کمېټې ځيني نور نظريات او وړانديزونه هم درلودل او ويې ويل، چې بايد دغه نظريات او وړانديزونه په تړن کې ځاى شي.

د دې جرګې دويمې کمېټې د هغو نورو وړاندېزونو سربېره، چې له نورو کمېټو سره يو شان وو، وويل، هغه امريکايان بايد، چې په افغانستان کې جرم کوي، د افغانستان له قوانينو سره سم محاکمه شي.

دغې کمېټې د جزيياتو له وړاندې کولو پرته وويل، چې بايد د ډيورند کرښې موضوع هم مشخصه شي.

درېيمې کمېټې وويل، چې بايد په افغانستان کې د امريکايى ځواکونو د استقرار موده مشخصه شي او د هغوى پوځي تاسيسات د هستوګنې له سيمو او د افغانستان له پولو، لرې وي.

همدارنګه څلورمې کمېټې ويل، چې بايد امريکايان د افغانستان په کورنيو چارو، په تېره بيا د ولسمشرۍ او پارلمان په ټاکنو کې لاسوهنه ونه کړي.

لسمې کمېټې وړانديز وکړ، چې بايد امريکا پر ګاونډي هېواد فشار راولي، ترڅو د افغانستان په کورنيو چاروکې خپلې لاسوهنې بندې کړي.

په ټوليزه توګه، دغو کمېټو، سوله په افغانستان کې يوه ضروري اړتيا ګڼلې او د دولت له وسله والو مخالفينو په تېره بيا د طالبانو له مشر ملامحمد عمر سره د خبرو اترو د دوام غوښتونکې شوې دي، خو وايي، چې د سولې د عالي شورا په تشکيلاتو کې دې بايد بدلون راوستل شي او د زنځيري وژنو پېښې، په تېره د استاد رباني د وژلو پېښه دې بايد تعقيب شي.

ديارلسمې کمېټې وړانديز وکړ، اړينه ده تر څو د دولت د هغو وسله والو مخالفينو نومونه، چې د سولې له پروسې سره يوځاى کېږي، له تور ليست څخه و ايستل شي.

پنځلسمې کمېټې وړانديز وکړ، چې افغانستان بايد داسې يو ستراتيژيک سند د لاسليک په اړه د عربستان په شان هېواد له تجربو، چې له امريکا سره دغه ډول يو تړون لري، ګټه پورته کړي.

اتلسمې کمېټې، چې ٤١ تنه غړي يې درلودل، له هغوى څخه ٧تنو له امريکا سره د دغه تړون له لاسليک سره مخالف وو او نورو کمېټو ته يې ورته مشورې درلودې، خو ويل يې، چې افغانستان بايد د دغه تړون د بدلولو او فسخ کولو اختيار ولري.

ټاکل شوې، چې پاتې لس کمېټې چې تر دې دمه يې خپل نظريات نه دي وړاندې کړي، نن تر دوو بجو وروسته خپلې مشورې جرګې ته وړاندې کړي، چې وروسته به د دې جرګې ټوليزې مشورې اعلام شي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version