کابل (پژواک ٢٠لړم ٩٠): له سعودي عربستان څخه د راستنېدونکيو افغان حاجيانو لومړنۍ الوتکه نن سهار ٩ بجې کابل ته را ورسېده .
له افغانستان څخه سعودي عربستان ته سږ کال د حج فريضې د ادا کولو په موخه د تلوونکيو کسانو د لېږد چارې، د تلې په ١١مه پيل شوې وې.
د کابل په هوايي ډګر کې د ارشاد حج او اوقافو وزارت استازي محمدنصير هدايت پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې له سعودي عربستان څخه د راستنېدونکيو افغان حاجيانو لومړنۍ الوتکه نن سهار کابل ته را ورسېده .
هغه وويل ، چې په دې الوتکه کې ٢٣٧ تنه راغلل، چې ټول د کابل ولايت اوسېدونکي دي.
هغه زياته، چې نن به د حاجيانو يوه بله الوتکه په مزار شريف ښار کې هم ناسته وکړي.
هدايت زياته کړه، چې د حاجيانو د بېرته انتقال په پروسه کې څه ستونزې نشته او هره ورځ به له دوه تر درې پورې پروازنه له سعودي عربستان څخه هېواد ته ترسره کيږي .
نوموړي وويل، تمه ده چې د حاجيانو د راستنېدو دغه لړۍ به له ٢٥ ورځو تر يوې مياشتې بشپړه شي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې، سږ کال له هېواد څخه څه دپاسه ٣٠ زره افغانان د حج فريضې د ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي دي.
د يادونې ده، چې د حج په مراسمو کې د ناروغيو او ترافيکي پېښو له امله ١٣ افغان حاجيان وفات او ١٦ نور ټپيان شوي دي .
تېرکال د حج په مراسمو کې ٢٩ افغان حاجيان د ناروغيو او ترافيکي پېښو له امله مړه او ٩ نور ټپيان شوي وو.
د حج، ارشاد او اوقافو وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې، سږکال په سعودي کې ١١تنه افغانان د غلا په تور نيول شوي ، چې برخليک به يې د سعودي حکومت ټاکي.
د سرچينې د څرګندونو له مخې، تېر کال هم د حج په مراسمو کې په همدغه تور ٤٥ افغانان نيول شوي و ، چې اوس د سعودي عربستان په زندانونو کې پراته دي.
ا
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن