کابل (پژواک ١١ لړم ٩١): تېره شپه د افغان حاجيانو لومړى ٤٥٠ کسيزه ډله له سعودي عربستان څخه کابل او مزارشريف ته را ورسېده.
دغه مطلب د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري معين داعي الحق عابد پژواک خبري اژانس ته څرګند کړ.
هغه وويل، چې تېره شپه ٩بجې د افغان حاجيانو يوه الوتکه د کابل او بله د مزارشريف په هوايي ډکر کې ناسته وکړه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، نن به زر تنه نور افغان حاجيان په څلور الوتنو کې کابل او مزارشريف ته را ستانه شي.
هغه زياته کړه، د ٣٠زره افغان حاجيانو د را ستنېدو لړۍ به، چې٤٠ په سلو کې ښځينه او پاتې نور نارينه جوړوي، په يوې راتلونکې مياشت کې سرته ورسېږي.
د سرچينې د څرګندونو له مخې، د حاجيانو په رالېږدولو کې کومه ستونزه نشته او هره ورځ له سعودي عربستان څخه هېواد ته د کام ايير، ساپي او اريانا هوايي شرکتونو له خوا له دوو تر څلورو الوتنې ترسره کېږي.
تېر کال هم له ٣٠ زرو ډېر افغانان د حج فريضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي وو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن