Pajhwok Afghan News

له سعودي عربستانه د افغان حاجیانو د بېرته راستنولو لړۍ بشپړه شوه

کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۱): د افغان حاجیانو د بېرته راستنولو لړۍ نن د کابل هوایي ډګر ته د هغوی د وروستۍ ډلې په رارسېدو سره بشپړه شوه.

سږ کال له افغانستانه ټول ۱۳۵۸۲ کسان د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي ته تللي وو.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویاند فضل‌محمد حسیني پژواک خبري اژانس ته وویل چې د افغان حاجیانو د بېرته راستنېدو لړۍ د چنګاښ په ۲۴ مه پیل شوې وه او شاوخوا شل شپې یې دوام یې وکړ.

ده وویل چې نن سهار د افغان حاجیانو وروستۍ ډله هم کابل هوایي ډګر ته راورسېده او له دې سره د افغان حاجیانو د بېرته راستونو لړۍ بشپړه شوه.

د هغه د معلوماتو له مخې، د افغان حاجیانو لپاره، په کابل، مکه معظمه او مدینې ښار کې هر اړخیزه اسانتیاوې برابرې شوې وې.

له آریانا افغان او کام اير هوايي شرکتونو سره د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د هوکړې له مخې، د حاجیانو د لېږد رالېږد چارې د دغو دوو کورنیو هوایي شرکتونو له خوا تر سره شوې.

Views: 105

Exit mobile version