منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۷ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

مکسیکو کې له پټلۍ د اورګاډي وتلو پېښه کې ۱۳ کسان مړه او ۹۸ نور ټپیان شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۰۳ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۴): د مکسیکو د سوېل‌لوېدیځ په اواخاکا ایالت کې له پټلۍ د اورګاډي وتلو پېښه کې لږ تر لږه ۱۳ کسانو ژوند له لاسه وکړی او ۹۸ نور ټپیان شوي دي.

بي‌بي‌سي راپور ورکړی، دغه رېل‌ګاډی چې د مکسیکو د خلیج او اقیانوس ترمنځ روان و، ۲۴۱ مسافر او ۹ خدمه یې لېږدول.

د چارواکو په وینا، د ۹۸ ټپیانو له ډلې ۳۶ یې په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

د مکسیکو چارواکو ویلي چې د دې پېښې د لامل معلومولو په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.