ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوه پوليس ټپيان او د وسله والو طالبانو يو قوماندان ونيول شو

12 Nov 2011 - 19:10
12 Nov 2011 - 19:10

پل علم (پژواک ٢١ لړم ٩٠): د لوګر ولايت په بره کي برک ولسوالى کې  د وسله والو طالبانو او پوليسو ترمنځ د نښتې له امله دوه پوليس ټپيان شول او د وسله والو طالبانو يو قوماندان ونيول شو.

 د بره کي برک ولسوال محمد رحيم امين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا نښته نن (د لړم ٢١مه) غرمه مهال هغه مهال رامنځ ته شوه، چې پوليس د تپه خان په سيمه کې د وسله والو طالبانو له کمين سره مخ شول.

 د هغه په وينا، پوليسو له کمين څخه وروسته مقاومت وکړ، چې په پايله کې د هغوى دوه تنه ټپيان شول.

 د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني د جګړې او دوو پوليسو د ټپي کېدو د پخلي ترڅنګ پژواک ته وويل، چې سيمې ته د مرستندويه پوليسو په لېږلو سره د وسله والو طالبانو يو قوماندان ونيول شو.

 نوموړي وويل، ملا غوث الدين چې په دې ولسوالۍ کې يې د ماين په جوړولو او ورانکارو کړنو کې لاس درلود، د پوليسو له لوري ونيول شو.

 روغ لېوني څرګنده کړه، چې دوه ژوبل شوي پوليس د لوګر ولايت پوځي روغتون ته راوړل شوي او د هغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

 د تپه خان سيمې يوه اوسېدونکي زبيرخان پژواک ته وويل: ((نږدې ماسپښين و، چې طالبانو له ځنګل څخه د پوليسو په رنجر موټر باندې بريد وکړ.))

 وسله والو طالبانو هم د دې بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

 د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې په دې جګړه کې دوه پوليس وژل شوي او د هغوى دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

 هغه د خپل يوه قوماندان د نيولو په اړه څه ونه ويل.

 دا په داسې حال کې ده چې دوه اونۍ وړاندې هم، د لوګر ولايت په بره کي برک ولسوالۍ کې د افغان او ايساف د ګډو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې يو وسله وال طالب خپل ژوند له لاسه ورکړى او درې تنه نور ټپيان شوي وو.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version