قلعه نو (پژواک ٢١ لړم ٩٠): د بادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د افغان او ايساف ځواکونو د ګډو عملياتو په ترڅ کې د يوه قوماندان په ګډون څلور وسلوال طالبان ووژل شول.
د بادغيس د ملي امنيت د رياست مرستيال ډګروال ابوبکر نن (د لړم ٢١مه) پژواک ته د دغه مطلب په څرګندولو سره وويل، چې دغه عمليات تېره شپه د بالامرغاب ولسوالۍ په سقاب کلي کې ترسره شول.
هغه زياته کړه، چې په يادو عملياتو کې د طالبانو د يوه وتلي قوماندان ملاغوث الدين د ورور ملا سراج الدين په ګډون څلور وسلوال طالبان ووژل شول.
هغه زياته کړه، په عملياتو کې، چې په نوموړي کلي کې يې څلور ساعته يې دوام درلود، د طالبانو يو لنډمهال مرکز هم له منځه تللى دى.
د سقاب د کلي يوه اوسېدونکي محمدعلم پژواک ته وويل: ((د عملياتو په لړ کې نظامي الوتکې هم په اسمان کې ليدل کېدې.))
هغه زياته کړه، امنيتي ځواکونو پر يوه کور بريد وکړ او يو شمېر اوسېدونکي يې، چې وسلوال مخالفين و، ووژل.
نوموړي د دې پېښې د مرګ ژوبلې د کره شمېرې په اړه څه ونه ويل.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره مياشت هم د بادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کې له وسلوالو طالبانو سره د پوليسو د نښتې په ترڅ کې يو سيمه ييز پوليس او دوه طالبان ووژل شول، يو سيمه ييز پوليس او درې طالبان ټپيان وو.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن