ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بادغيس کې درې وسلوال طالبان ووژل شول

19 Nov 2011 - 14:56
19 Nov 2011 - 14:56

قلعه نو (پژواک ٢٨ لړم ٩٠): د بادغيس په بالامرغاب ولسوالۍ کې د افغان او ايساف ځواکونو په ګډو عملياتو کې درې وسلوال طالبان وژل شوي او څلور ټپيان شول.

د بادغيس امنيه قوماندان سمونوال محمد جبار صالح نن (د لړم ٢٨مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات تېره شپه ناوخته د بالامرغاب ولسوالۍ په پنيرک سيمه کې رامنځته شوه.

د هغه په وينا،په دغو عملياتو کې ملي پوليسو، سيمه ييزو پوليسو او ايساف ځواکونو ګډون درلود، چې په ترڅ کې يې درې وسلوال طالبان ووژل شول او څلور نور ټپيان شوي دي.

صالح زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې درې موټرسايکلونه هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د سيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان جمعه خان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات د سيمې د پاکولو په موخه ترسره شول.

هغه زياته کړه، چې وژل شوي او ټپيان د ملاغوث الدين د کسانو له ډلې وو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ملا غوث الدين په پنيرک سيمه کې د طالبانو د يوې دېرش کسيزې ډلې سرګروپ دى.

د پنيرک سيمې يوه اوسېدونکي محمد انور پژواک ته وويل: “د شپې د دولسو بجو په شاوخوا کې د الوتکو او ډزو غږ واورېدل شو، خو څوک له کوره نه شواى وتلى.”

هغه زياته کړه، چې نن سهار په سيمه کې د جګړې نښې ليدل شوې دي.

وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ هم د بادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د افغان او ايساف ځواکونو په ګډو عملياتو کې د يوه قوماندان په ګډون څلور وسله وال طالبان وژل شوي وو.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version