ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان او درې طالبان و وژل شول

29 Jan 2012 - 18:05
29 Jan 2012 - 18:05

قلعۀ نو-پل علم (پژواک ٩ سلواغه ٩٠): په لوګر او بادغيس ولايتونو کې د دوو پېښو په ترڅ کې درې وسلوال طالبان او د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان و وژل شول، درې نور طالبان، دوه ملي او دوه سيمه ييز پوليس ټپي شوي دي.

 عمليات تېره شپه د سيمه ييزو پوليسو په همکارۍ د ملي اردو ځواکونو له خوا د بادغيس په بالامرغاب ولسوالۍ کې پر لاره واچول شول.

 د ملي امنيت يوې سرچينې، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله نن (د سلواغې ٩مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغو عملياتو کې درې وسلوال طالبان او د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان وژل شوي او درې نور طالبان له دوو سيمه ييزو پوليسو سره ټپي دي.

 د نوموړي په وينا، دغه عمليات د پنيرک سيمې د چاڼ په موخه ترسره شول.

 د پنيرک سيمې يوه قومي مخور حاجي امين الحق پژواک اژانس ته وويل: ((حاجي بازمحمد د ځايي پوليسو يو وتلى قوماندان و، چې له تېر کال راپه دېخوا يې له دولت سره همکاري کوله.))

 هغه څرګنده کړه، چې په دغو عملياتو کې درې وسلوال طالبان هم وژل شوي، چې مړي يې د نورو طالبانو په مرسته له سيمې وړل شوي دي.

 د يو بل خبر له مخې، د لوګر په خروار ولسوالۍ کې د طالبانو د کمين له امله دوه پوليس ټپي شوي او رينجر موټر يې هم ويجاړ شوى دى.

 د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال روغ لېوني پژواک ته وويل، چې دا پېښه نن (د سلواغې ٩مه) وروسته له غرمې د خروار ولسوالۍ په مرکز کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې پوليس د ګزمې کولو په حال کې وو.

 د هغه په وينا، چې په دې پېښه کې دوه پوليس ټپيان شوي او رينجر موټر يې هم زيانمن شوى دى.

 د لوګر د امنيه قوماندانۍ جنايي مدير سمونوال محمدجان عابد پژواک ته وويل، چې طالبانو له کمين وروسته له سيمې پښې سپکې کړي.

هغه په دې اړه د څېړنو د پيل خبر ورکړ.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version