ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو سيمه ييز پوليس قوماندان او شپږ طالبان ووژل شول

16 Oct 2012 - 12:08
16 Oct 2012 - 12:08

لښكرګاه (پژواك ۲۵ تله ۹۱) : د هلمند ولايت په ځينو امنيتي پېښو کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان او شپږ وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريداحمد فرهنګ د تلې په ۲۵مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې پوليسو تېره ورځ د كجكي ولسوالۍ د تروو اوبو په سيمه کې عمليات ترسره کړل.

هغه زياته کړه، چې دغه عمليات پرون سهار پيل او ماښام مهال پاى ته ورسېدل، چې په ترڅ کې يې د دولت شپږ وسلوال مخالفين ووژل شول، دوه پوليس او شپږ طالبان ټپيان شول.

فرهنګ وايي، چې د دوو طالب وسلوالو مړي د جګړې په سيمه کې پاتې دي او پاتې نور مړي او ټپيان طالبانو له ځان سره وړي دي.

نوموړي وويل، چې ټپي پوليس روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

د يوه بل خبر له مخې، د دغه ولايت په موسى کلا ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو د يوې پوستې قوماندان وژل شوى دى.

د موسى کلا ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې دا پېښه پرون ماښام د ولسوالۍ په ډاګيان سيمه کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې د سيمه ييزو پوليسو ياد قوماندان خپلې پوستې ته خوراکي ته لېږدول، چې په لاره کې د وسلوالو طالبانو له خوا ووژل شو.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان عبدالخالق د دوى له خوا وژل شوى او وسلې يې هم دوى ترلاسه کړې دي.

 

خو هغه د کجکي د عملياتو په اړه څه ونه ويل.

 

د امنيه قوماندانۍ وياند دغه راز وويل، چې پوليسو تېره ورځ يو ماين خښوونکى په داسې حال کې له ريموټ سره نيولى چې غوښتل يې پر پوليسو باندې خښ شوى ماين والوځوي.

فرهنګ وايي، چې دغه ماين خښوونکى د سيمې د اوسېدونکو په مرسته نيول شوى دى.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version