ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سنګين په جګړه کې ٢٠ وسلوال طالبان او دوه پوليس وژل شوي

12 Jun 2012 - 08:58
12 Jun 2012 - 08:58

لښكرګاه (پژواك ۲۳ غبرګولى ۹۱ ) چارواکي وايي، چې د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د يو لړ عملياتو پر مهال ٢٠ وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د سنګين ولسوال شريف الله خان د غبرګولي په ۲۳ مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې پرون ټوله ورځ د ولسوالۍ په پوستانزو سيمه كې د سيمه ييزو پوليسو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته روانه وه.

هغه زياته کړه ، چې ددې جګړې په ترڅ کې ددولت ٢٠ وسلوال مخالفين ووژل شول، څلور تنه يې ټپيان شوي،چې په ټپيانو کې د ملاياسين په نامه ددوى يو مهم قوماندان هم شامل دى.

دى وايي ،چې د جګړې پر مهال ملي پوليس ، د ملي اردو سرتېري او  د ايساف ځواکونه  هم د سيمه ييزو پوليسو مرستې ته ورسېدل او ايساف پر مخالفينو هوايي بريد هم کړى دى.

ولسوال وويل، چې په دې جګړه كې دوه سيمه ييزه پوليس هم وژل شوي او شپږ نور يې  ټپيان دي ،چې ټپيان  نږدې روغتيايي مركزونو ته رسول شوي دي.

شريف الله خان زياتوي ، چې ياده سيمه له موسى كلا ولسوالۍ سره په نږدې واټن كې موقعيت لري او د سنګين له مركز څخه  ۲۵ كيلومتره لرې شمال لور پرته ده، چې له همدي امله وسلوالو طالبانو خپل مړي او ټپيان  موسى كلا ولسوالۍ ته لېږدولي دي.

د سنګين ولسوال زياته كړه ،چې دطالبانو لخوا يو لوى پلان په لاره اچول شوى ، تر څو ياده سيمه  په خپل واك كې راولي، خو دا چې امنيتي ځواكونه له  مخکې چمتو وو،  طالبان له ماتې سره مخامخ شوه.

وسلوالو طالبانو ددې نښتې په اړه څه نه دي ويلي، خو ددوى يو وياند قاري يوسف احمدي وايي ،چې په تېرو لسو ورځو کې يې په سنګين او کجکي ولسواليو کې  لسګونه کورني او بهرني سرتېري وژلي دي.

Views: 17

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version