لښکرګاه (پژواک، ۲۷ لړم ۹۳): امنيتي مسوولين وايي، په هلمند ولايت کې درې پوليس او ١٤ وسله وال طالبان وژل شوي، شپږ پوليس او ١٣ وسله وال ټپيان دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار فريداحمد عبيد پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه طالبانو د سنګين ولسوالۍ د چوغک پر پوستو بريدونه کړي چې څلور وسله وال په کې وژل شوي او پنځه ټپيان دي.
د ده په وينا، يادې جګړې ته د تلونکو نورو پوليسو پر موټر د ماين چاودنه شوې چې څلور پوليس په کې ټپيان شوي دي.
ده وويل دغه زار د مارجې ولسوالۍ په سيستاني سيمه کې د نښتې پر مهال يو پوليس او اووه طالبان وژل شوي، دوه پوليس او شپږ وسله وال طالبان ټپيان شوي دي.
عبيد وايي، په همدې شپه د واشير ولسوالۍ په ګورازان سيمه کې د ملي اردو او ملي پوليسو په عملياتو کې درې طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي مسوول په خبره چې تېره شپه د نادعلي ولسوالۍ د لوى باغ په سيمه کې هم د پوليسو پر پوسته بريد شوى چې دوه پوليس په کې وژل شوي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي د سنګين په کاڼي مانده سيمه کې يې تېره شپه د پوليسو موټر چاودنه کړې چې څلور پوليس په کې وژل شوي.
نوموړي په يادو پېښو کې خپل لور ته د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن