ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په پکتيکا او هرات کې ٢٧ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده”

“په پکتيکا او هرات کې ٢٧ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده”

author avatar
20 Jul 2020 - 18:39
“په پکتيکا او هرات کې ٢٧ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده”
author avatar
20 Jul 2020 - 18:39

ښرنه- هرات (پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٩): په پکتيکا او هرات ولايتونو کې ٢٠ وسله وال طالبان او درې پوليس وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمود آرين د چنګاښ په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د يوسف خېلو ولسوالۍ په سنګر سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستې بريد کړى دى.

ده وويل چې په دغه جګړه کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او بريد يې په شا تمبول شوى دى.

هغه زياته کړه چې په غه جګړه کې يو پوليس وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي.

خو د يوسف خېلو ولسوالۍ يوې سرچينې پژواک ته وويل چې په دغه جګړه کې درې پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

ده زياته کړه چې د يادې جګړې له امله د پوليسو يو ټانګ هم له منځه وړل شوى دى.

دغه راز د ٢٠٣ تندر قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن ايمل خان مومند پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د پکتيکا ولايت په وازېخوا او اورګون ولسواليو کې هم د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.

ده وويل چې په دغه جګړو کې اته وسله وال طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.

بل لورته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم د يوسف خېلو ولسوالۍ جګړه تاييدوي او وايي چې په دغه جګړه کې څلور پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په هرات کې هم طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هرات د ګلران ولسوال عبدالغني نوري پژواک ته وويل چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې طالبانو د ولسوالۍ د بازار په اويا مترۍ کې د امنيتي ځواکونو پر پوستې بريد کړى دى.

ولسوال وايي، دغې جګړې دوه ساعته دوام وکړ چې په ترڅ کې يې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.