ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ترکمنستان ولسمشر: نړۍوال دې افغانستان پر یو سوله‌ییز هېواد او ارزښتناک اقتصادي شریک بدل کړي

د ترکمنستان ولسمشر: نړۍوال دې افغانستان پر یو سوله‌ییز هېواد او ارزښتناک اقتصادي شریک بدل کړي

author avatar
18 Sep 2024 - 13:19
د ترکمنستان ولسمشر: نړۍوال دې افغانستان پر یو سوله‌ییز هېواد او ارزښتناک اقتصادي شریک بدل کړي
author avatar
18 Sep 2024 - 13:19

کابل (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۳): د ترکمنستان ولسمشر بردي محمدوف په استانه کې د «منځنۍ اسیا- آلمان» په سرمشریزه کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان پر یو سوله‌ییز هېواد او ارزښتناک اقتصادي شریک بدل کړي.

د ترکمنستان دولتي اژانس ترکمنستان ټوډې د راپور له مخې، بردي محمدوف په استانه کې یاده سرمشریزه کې ویلي چې اوس افغانان له یوه اوږد ستونزمن پړاو څخه په تېرېدو د خپل هېواد د اقتصادي او دولتي بنسټونو د بیارغونې فرصتونه لري او د سولې، همغږۍ او یووالي پر ټینګولو ټینګار کوي.

هغه وایي، باور لري چې نړۍواله ټولنه باید په ریښتینولۍ، د مسوولیتونو په منلو او راتلونکې ته په پام له افغانستان سره مرسته وکړي او پر یوه سوله‌ییز هېواد او ارزښتناک اقتصادي شریک یې بدل کړي.

دی زیاتوي چې المان او د منځنۍ اسیا هېوادونه بايد له نړۍوالو او سيمه‌ييزو پلاټفورمونو په استفادې یاد ټکو ته پام وکړي، له افغانستان سره ډيپلوماتيکې اړيکې زياتې کړي او د افغانستان په ونډې سره د سترو اقتصادي پروژو په پلي کولو او هغو ته د بهرنۍ پانګونې په جلبولو کې مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاپي یا له ترکمنستانه افغانستان، پاکستان او هند ته د ګاز نل‌لیکې پروژه – چې ترڅنګ یې د نوري فایبر، اوسپنې پټلۍ او سړک پروژې هم لري – د روانې وږي میاشتې په ۲۱مه په هرات کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه او ورسره د ټاپ یا له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان د برېښنا د لېږد پروژې اړوند هرات کې د نورالجهاد سبسټیشن هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.