ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څلور وسلوال طالبان او دوه ملکي وګړي وژل شوي

13 Nov 2011 - 16:59
13 Nov 2011 - 16:59

کلات-ترينکوټ (پژواک ٢٢ لړم ٩٠): په زابل او اروزګان ولايتونو کې د وسلوالو طالبانو او ايساف ځواکونو له خوا دوه عام وګړي او څلور وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د اروزګان د امنيه قوماندانۍ جنايي مدير سمونوال ګلاب خان د لړم په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه وسلوالو طالبانو په چوره ولسوالۍ کې دوه عام وګړي وژلي دي.

هغه زياته کړه، چې د هغو مړي پوليسو انتقال کړي، خو دا نه ده معلومه، چې دغه کسان ولې د وسلوالو له خوا وژل شوي دي.

خو طالب وياند قاري يوسف احمدي بيا وايي، چې دوى په چوره ولسوالۍ کې دوه عسکر وژلي دي.

د يوه بل خبر له مخې، نن سهار د ولايت د مرکز ترينکوټ ښار د کرک په سيمه کې د پوليسو او وسلوالو طالبانو تر منځ نښته شوې ده.

جنايي مدير وويل، چې په دې نښته کې دوه پوليس ټپي شوي او وسلوال په تېښته بريالي شوي دي.

بلخوا د زابل مرستيال والي محمدجان رسوليار وايي، چې تېره شپه ايساف ځواکونو په سيوري ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو پر ضد ځمکني او هوايي عمليات ترسره کړي دي.

هغه پژواک ته وويل، چې په دغو عملياتو کې څلور وسلوال طالبان وژل شوي او له هغوى دوه ميله وسلې او درې موټرسايکلونه ترلاسه شوي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version